د کابل پوهنتون د محصلینو ترمنځ د پهلواني لوبو فاینل تر سره شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۷:۳۲
ku

د پهلواني لوبو فاینل، چې د ۸۵ تنو کارمندانو او محصلینو لوبغاړو په ګډون په مختلفو وزنونو کې د روان کال د وري په ۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د جمنازیوم کې د سپورټ امریت له لوري جوړ شو.

د دې لوبو فاینل، چې د وري په اتمه نېټه پیل شوی وو په مختلفو وزنونو کې د وړ کسانو په ټاکنه د ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل مسیح الله په اتلولي، په ۶۱  کیلو ګرامه وزن کې د اقتصاد پوهنځي څخه ذبیح الله، په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې د وترنري علومو پوهنځي څخه سید مهاجر، په ۷۹ کیلو ګرامه وزن کې د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي ذکریا، په ۸۶ کیلو ګرامه وزن کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه محمد عرفان، په ۹۲ کیلو ګرامه وزن کې د ادبیاتو پوهنځي څخه عبدالحنان او د کرنې پوهنځي څخه محمد ادریس په اتلولي پایته ورسېده.

د دې سیالیو د جوړولو موخه د پهلواني په برخه کې د پیاوړو او غوره څېرو پېژندنه او د کابل پوهنتون د منتخب ټیم ټاکل دي، چې د بهرنیو لوبو لپاره، چې د المپیلک ملي کمېټې، د بدني روزنې لوی ریاست او د سپورټ په برخه کې د اړوندو ادارو له لوري جوړيږي په ګوته شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول

د کابل پوهنتون ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې، د دې پوهنتون د ښاغلي رئیس، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئیسانو استادانو او محصلانو په حضور کې وستايل شول.

په دې ستاينغونډه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

د علمي چارو معین د کابل پوهنتون له استاذانو سره مجلس وکړ

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل پوهنتون د استادانو له استازو او د پوهنځيو له رئيسانو سره د دې پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په حضور کې مجلس وکړ.

په دې غونډه کې د دې پوهنتون رئیس. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: