د کابل پوهنتون د محصلینو ترمنځ د پهلواني لوبو فاینل تر سره شو
د پهلواني لوبو فاینل، چې د ۸۵ تنو کارمندانو او محصلینو لوبغاړو په ګډون په مختلفو وزنونو کې د روان کال د وري په ۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د جمنازیوم کې د سپورټ امریت له لوري جوړ شو.
د دې لوبو فاینل، چې د وري په اتمه نېټه پیل شوی وو په مختلفو وزنونو کې د وړ کسانو په ټاکنه د ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل مسیح الله په اتلولي، په ۶۱ کیلو ګرامه وزن کې د اقتصاد پوهنځي څخه ذبیح الله، په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې د وترنري علومو پوهنځي څخه سید مهاجر، په ۷۹ کیلو ګرامه وزن کې د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي ذکریا، په ۸۶ کیلو ګرامه وزن کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه محمد عرفان، په ۹۲ کیلو ګرامه وزن کې د ادبیاتو پوهنځي څخه عبدالحنان او د کرنې پوهنځي څخه محمد ادریس په اتلولي پایته ورسېده.
د دې سیالیو د جوړولو موخه د پهلواني په برخه کې د پیاوړو او غوره څېرو پېژندنه او د کابل پوهنتون د منتخب ټیم ټاکل دي، چې د بهرنیو لوبو لپاره، چې د المپیلک ملي کمېټې، د بدني روزنې لوی ریاست او د سپورټ په برخه کې د اړوندو ادارو له لوري جوړيږي په ګوته شوي دي.