په کابل پوهنتون کې د یوې علمي څېړنې موندنې « د افغانستان د جزا کوډ ګټې او نواقص» تر عنوان لاندې د یو کنفرانس په لړ کې وړاندې شوې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۹:۴۷
ku

د افغانستان د جزا کوډ ګټې او نواقص د یوې علمي ګډې څېړنې پایلې د یو کنفرانس په لړ کې د لسګونو ګډون کوونکو، د نظر څښتنانو او د دولتي او خصوصي مختلفو بنسټونو د قضايي او حقوقي برخو استادانو په ګډون د کابل پوهنتون د پالیسي څېړلو ملي مرکز (NCPR) کې جوړ او تر ارزونې لاندې ونیول شوې.

پدې کنفرانس کې، چې د روان کال د کب په ۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د څېړنې د څېړونکو له لوري هر یو استاد نادیه عیان او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس پوهندوی نور جهان یوسفزي او همدارنګه پوهنیار محمد منیر کبیر، پوهنیار عبدالجمیل بصیري او پوهنیار روح الله حکیمي د ارزونې په موخه یې د افغانستان د جزا کوډ ګټې، نواقص، مقام، ارزښت او اړتیا بیان، د برنامې ګډونکوونکو ترمنځ ګټور او بحثونه هم تر سره شول. د دې برنامې ګډونکوونکو د دې څېړونکو د زحمتونو د ستاینې ترڅنګ یې د دې څېړنې په ارزښت، اړتیا او استفاده باندې تاکید وکړ او د دوی د معقولو او ارزښتمندو لیدلورو او اندونو او مشورو په شاملېدو سره به څېړنه پوره شي او د موضوع علاقمندانو او د اړوندو ادارو مقاماتو د مطالعې په موخه به چاپ شي.

په واحد قانون کې د متعددو قوانینو توحید، عدلي او قضايي بنسټونو لپاره د اسانتیا رامنځته کول، د عمومي احکامو او قواعدو په برخه کې نوښتونه، د مباحثو د روڼتیا نسبي والی، ساده لیکل، روښاتیا، واحد لیکدود او ... د دې قانون د ګټو له ډلې څخه شمېرل کيږي؛ او په زیاتو برخو کې تناقض، مبهموالی، د اوس وخت د ځینو اړتیاوو په مقابل کې سکوت، املايي او ادبي اشتباهات، د ځینو جرمي او قضايي مسایلو کې د روڼتیا او وضاحت نشتون او ... د دې قانون نواقص، چې د  «کوډ» د ادبي اصولو سره په تناقض کې نومول شوي دي بیان کړل. د دې کنفرانس په پای کې پدې تاکید وشو تر څو دخیل بنسټونه د هغې په رفع کولو کې د دې قانون په سمون او زیات کار اخیستو کې ګامونه پورته کړي تر څو د افغانستان یو د مهمو قوانینو څخه غني شي او له ابهاماتو او کله د قانون جوړوونکو او د هغوی د مجریانو له لوري کله ناسم تفسیر څخه په امان کې وي.

دا څېړنه، چې د کابل پوهنتون د پالیسي څېړلو ملي مرکز له لوري یې غونډه جوړه شوې وه ډېر ژر به د همدې مرکز له لوري چاپ او د خپلو لوستونکو په واک کې ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: