په کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس پای ته ورسېد

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۵:۳۹
555

د لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس چې د روان کال کب میاشتې په دوهمه نیټه کابل پوهنتون کې پیل شوی وو او د ټول هیواد له دولتي او خصوصي پوهنتونو څخه له ۹۰۰ څخه زیاتو استادانو پکې برخه اخیستې وه، د هیواد تحصیلي نظام د پیاوړتیا په موخه د وروستیو وړاندیزونو  په مطرح کولو د کب میاشتې په ۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

نوموړی ملي کنفرانس د کابل پوهنتون رهبرۍ لخوا په لاره اچول شوی وو ، چې د دولتي او خصوصي پوهنتونو استادانو لخوا ګډونوالو ته د هیواد د تحصیلي سیستم پیاوړتیا ته د پاملرنې په موخه ۲۵ بیلا بیلې علمي او څیړنیزې مقالې وړاندې او همدارنګه ۱۸ نورې مقالې له غوره کیدو ورسته چاپ شوې دي.

د کابل پوهنتون رئيس ښاغلي دکتور اسامه عزيز په آرامه فضا کې د دغه کنفرانس په بريالي او علمي ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او پدې کنفرانس کې يې تر سره شوي بحثونه رغنده او ګټور وبلل. دکتور عزيز زياته کړه، چې د دغه کنفرانس پايلې به د يوه وړانديز په بڼه له لوړو زده کړو وزارت سره شريکې کړي. هغه زیاته کړه، پدې کنفرانس کې د هېواد د تحصیلي نظام پیاوړتیا لپاره مهم علمي مسایل په نظري بڼه مطرح شوي او هیله لرو چې دغه مسایل عملي بڼه هم پیدا کړي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه د هیواد د تحصیلاتو د تاریخ په اړه خبرو کې وویل:(( د هیواد استادان او متخصصان دنده لري، چې د تحصیلي نظام د پیاوړتیا لپاره مخکې له وخته زیاتې هڅې وکړي، همدارنګه ژمنه یې وکړه، چې د لوړو زده کړو  وزارت رهبري د یاد کنفرانس د وروستیو وړاندیزونو څخه ملاتړ کوي او د هغه د عملي کولو لپاره به تر خپلې وسې پوره هڅې وکړي.))

دیادونې ده، چې دې ډول علمي کنفرانسونو لړۍ به دهیواد په ټولو پوهنتونو کې ادامه ولري او په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکې کې به د خوست شیخ زاهد پوهنتون لخوا  هم علمي کنفرانس دایر شي.

د نوموړي کنفرانس په ورستۍ برخه کې هغه استادان چې علمي مقالې یې وړاندې کړې، هغه اشخاص او مسؤلین چې د یاد کنفرانس په دایریدو کې پوره هڅې کړې وې، د تقدیرنامو په ورکولو د هغوی له کړنو او هڅو ستاینه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: