په کابل پوهنتون کې د ارقامو تحلیل او څېړنې مېتود ورکشاپ پای ته ورسېد

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۹:۲۲
3215

د ارقامو تحلیل او څېړنې میتود په تړاو جوړ شوی ۱۱ورځنی ورکشاپ چې د کابل پوهنتون مسلکي انکشاپ مرکز لخوا د کابل، لوګر، وردګ، غزني، پروان، پنجشیرا والبیروني پوهنتونو ۳۰ تنه استادانو ته د سلواغې په ۸ نېټه پیل شوی وو، پای ته ورسېد.

په دې ورکشاپ کې د ارقامو تحلیل او څیړنې ۵۳موضوعاتو په اړه لکه: د (SPSS) برنامې زده کړه، د فرضیو آزموینې تخنیکونه او په ملي او نړیوالو مجلو کې د علمي مقالو خپرولو په اړه د کابل پوهنتون15تنو تجربه لرونکو ترینرانو لخوا ګډونوالو ته زده کړه ورکړل شوه.

په پام کې ده، په دې ورکشاپ کې ګډونوال استادان خپلې تجربې  او زده کړې په مربوطه پوهنتونو او پوهنځیو کې د ورکشاپ او سمینارونو له لارې وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د استادانو تقرر او علمي ترفیعاتو رئیس ښاغلي انجینر مفتاح الدین عزام او د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت ددې ورکشاپ په پای کې په خپلو خبرو کې په پوهنتونو کې د مسلکي، علمي او څیړنیزو چارو په لاره اچولو جدي ارادې خبره وکړه.

په پای کې د ورکشاپ په ګډونوالو تصدیق پاڼې هم وویشل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۲۰
Background image

د "درې دقیقو څېړنيز كنفرانس سیالي" ترسره شوه

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د محصلینو ترمنځ "د درې دقيقو څېړنیز کنفرانس" د وړاندې کولو سیالي ترسره شوه.

د دې سيالۍ په وروستي پړاو کې شلو تنو محصلينو د يو ساعت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۲۷
Background image

په سلګونو محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې له څلور میاشتنيو لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ شمېر محصلین فارغ شول. دا کورسونه د عربي ژبې، انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ویناوالۍ، ریموټ سنسنګ، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: