په کابل پوهنتون کې د ارقامو تحلیل او څېړنې مېتود ورکشاپ پای ته ورسېد
د ارقامو تحلیل او څېړنې میتود په تړاو جوړ شوی ۱۱ورځنی ورکشاپ چې د کابل پوهنتون مسلکي انکشاپ مرکز لخوا د کابل، لوګر، وردګ، غزني، پروان، پنجشیرا والبیروني پوهنتونو ۳۰ تنه استادانو ته د سلواغې په ۸ نېټه پیل شوی وو، پای ته ورسېد.
په دې ورکشاپ کې د ارقامو تحلیل او څیړنې ۵۳موضوعاتو په اړه لکه: د (SPSS) برنامې زده کړه، د فرضیو آزموینې تخنیکونه او په ملي او نړیوالو مجلو کې د علمي مقالو خپرولو په اړه د کابل پوهنتون15تنو تجربه لرونکو ترینرانو لخوا ګډونوالو ته زده کړه ورکړل شوه.
په پام کې ده، په دې ورکشاپ کې ګډونوال استادان خپلې تجربې او زده کړې په مربوطه پوهنتونو او پوهنځیو کې د ورکشاپ او سمینارونو له لارې وړاندې کړي.
د لوړو زده کړو وزارت د استادانو تقرر او علمي ترفیعاتو رئیس ښاغلي انجینر مفتاح الدین عزام او د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت ددې ورکشاپ په پای کې په خپلو خبرو کې په پوهنتونو کې د مسلکي، علمي او څیړنیزو چارو په لاره اچولو جدي ارادې خبره وکړه.
په پای کې د ورکشاپ په ګډونوالو تصدیق پاڼې هم وویشل شوې.