لید لوری، مأموریت او موخې

 

ليدلوری:

د عصري ساينسي پوهې په مرسته د نوي نسل داسې روزنه چې د مهارتونو او ابزارو په مټ د موادو سرچینې وپېژني او د دې سرچينو د طبيعت مطابق د پايدارې پراختيا لپاره کار ترې واخلي، د طبيعي او انساني آفتونو او چاپېريالي ننګونو مخنيوی وکړي، پلان او تياری ورته ونيسي، په اړه يې لاس په کار شي، په هېواد کې ژوند ته لاره پرانيزي.

مأموريت:

په افغانستان کې د کثيرالرشتوي مرکز په توګه د علم، روزنې، تطبيقي څېړنې، د معلوماتو مدېريت او مسلکي ظرفيت لوړونې په برخه کې د طبيعي زېرمو او چاپېريال په څانګو کې تخصصي خدمت کول.

موخې:

د چاپېريال‌پوهنې پوهنځي د ستراتيژيک پلان د مسودې پر بنسټ د دې پوهنځي آره موخه ټولنې ته د داسې متخصصانو روزنه ده چې د چاپېريال او طبيعي زېرمو ستونزې او طبيعي آفتونه او پېښې اداره کړای شي. د دې پوهنځي له فارغانو دا تمه کېږي چې د چاپېريال اوسنۍ او راتلونکې ننګونې او ستونزې هوارې کړي.

د چاپېريال‌‌پوهنې پوهنځی د چاپېريال‌پوهنې د علومو، د طبيعي زېرمو د مدېريت او د پېښو مدېريت په څانګو کې د لېسانس په کچه داسې ځوان کهول په نوي علم او زده‌کړو، مهارتونو او تخنيکي وسايلو سره روزي چې له سرچينو څخه د هغوی د طبيعت مطابق کار واخلي، د پايدارې ودې او پراختيا لپاره پلان جوړ کړي، د چاپېريال پوهنې خونديتوب او ژغورنې ته چمتو شي، د بشر په لاس رامنځته‌شويو پېښو، طبيعي پېښو او چاپېريالي ګواښونو چاره وکړي، په هېواد کې ژوند ته لاره برابره کړي، د دې پوهنځي په مهمو او بنسټي موخو کې لاندې موارد يادولای شو:

  • محصلان اساسي طبيعي علوم، د چاپېريالي علومو بنسټونه، طبيعي زېرمې او د پېښو مدېريت زده کوي.
  • د محصلانو د کمپيوټر او انګلېسي ژبې مهارتونه ښه کېږي.
  • په راتلونکي کې يې محصلان د اوبو د زېرمو، د کانونو او کاني زېرمو د مدېريت، د پېښو د خطرونو د کمولو او مدېريت، د چاپېريال، د هوا ککړتيا، د نوېدونکې انرژۍ او زرغونې حللارې په برخو کې د لېسانس په سويه متخصصان کېږي.
  • محصلان د طبيعي زېرمو، د چاپېريال پوهنې نړيوالو قوانينو، نړيوالې تودوخې او د پېښو د خطرونو کمولو اړوند د چاپېريال‌پوهنې او خونديتوب ملي او نړيوال قوانين، پاليسۍ او معاهدې زده کوي.
  • محصلان د چاپېريالي اغېزې ارزونه او له اقليمي بدلونونو سره جوړجاړی زده کوي.
  • محصلان د طبيعي زېرمو، د ژوند د تنوع خونديتوب، د څړځايونو د ويجاړېدنې وقايې، د ويجاړو څړځايونو د احيا او بيارغونې، د ژويو ژوند، ځنلګونو او برسېرنو او ژورو اوبو په اړه ښه او زيات معلومات ترلاسه کوي.
  • محصلان د طبيعي او انساني پېښو لکه وچکالۍ، نېزونو، واورې ښويېدنو اړوندې پالېسۍ او ښه مدېريت زده کوي.
  • محصلان احصايه، ليکوالي او تخنيکي راپور ليکل زده کوي.
  • محصلان د چاپېريال ارزښت او د طبيعي زېرمو اقتصاد زده کوي.
  • محصلان د پېښو د خطرونو د کمولو او خنثی کولو ټېکنالوژي او د پېښو د خطرونو کمولو کې د خلکو ونډه اخيستنه او هڅول زده کوي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم