د کابل پوهنتون رییس د خپل کار په دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت کلتوري رایزن سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۰:۴۴
ku

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په داسې حال کې، چې د دې پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال هم شتون درلود په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت کلتوري رایزن ښاغلي غلام حسین شیرزاد سره وکتل.

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس کابل پوهنتون ته د ایران اسلامي جمهوریت سفارت کلتوري رایزن ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یې د هیواد د لوړو زده کړو برخې په ځانګړې توګه کابل پوهنتون سره یې د دې هیواد مرستو باندې خوښي وښوده. پدې لیدنه کې، چې د روان کال د غوايي په شپږمه نېټه د دوشنبې په ورځ تر سره شوه د افغانستان او ایران هیوادونو ترمنځ د اکاډمیکو او تحصیلي اړیکو په ښه والي او همدارنګه د کابل پوهنتون د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي دري – فارسي څانګې ودانۍ د جوړېدو په هوکړه لیک کې په حقوقي او قانوني ستونزو باندې هر اړخیزې خبرې وکړې.

همدارنګه په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت کلتوري رایزن ښاغلي غلام حسین شیرزاد د کابل پوهنتون رییس سره د لیدنې ترڅنګ د افغانستان او ایران ترمنځ یې تحصیلي او اکاډمیکې اړیکې مهمې وبللې او هیله وښوده، چې د کابل پوهنتون د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي دري  - فارسي څانګې ودانۍ رغونه به پیل شي. ایران د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی، چې افغانستان سره یې په تحصیلي او اکاډمیکو برخو کې همکاري کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۵
Background image

د کابل پوهنتون د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال (Journal of Social Sciences and Humanities) د ۲۰۲۵م کال څلورمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

په دې ګڼه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ

د علمي تجاربو د وسعت د لړۍ په دوام کې، دا ځل د کابل پوهنتون د دوه‌ ویشتو پوهنځیو ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ.

په دغه سفر کې محصلانو د یادو ولایتونو له محترمو واليانو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: