د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ش کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۶:۲۲
121

پدې غونډه کې د کابل پوهنتون رهبري، د لوړو زده کړو وزارت معینانو او رئیسانو، د پوهنتون استادانو، محصلینو، او د محصلینو والدینو ګډون کړی وو.

یاد مراسم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول، وروسته د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د محصلینو د فراغت مراسم یې د ویاړ او نېکمرغۍ وړ کار یاد کړ. دکتور عزیز د پوهنتون د علمي او تاریخي سرګذشت اړوند خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دغه پوهنتون په پوره اخلاص او ژمنتیا د خپل هېواد او ولس پر وړاندې  خپل مسئولیت ادا‌ء کړی.

نوموړي فارغو شوو محصلینو ته د بریالیتوب هیله وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د خدمت په ډګر کې اسلامي او ملي ارزښتونو ته پوره ژمن واوسي.

د پوهنتون رئیس همدا راز د نظام له رهبرۍ څخه وغوښتل چې فارغو شوو ځوانانو ته د کار او خدمت زمینه برابره کړي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو مرستیال ښاغلي لطف الله خیر خواه، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حافظ محمد حسیب او د محصلانو چارو معینیت سرپرست ښاغلي استاد حامد یعقوبي محصلینو ته د فراغت مبارکي ورکړه او له دوی یې وغوښتل چې د علم او پوهې برخه خورا لویه ده او دوی باید په پوره ایماندارۍ، ژمنتیا او پوره حوصلې دې لارې ته دوام ورکړي ترڅو په راتلونکي کې غوره ماهرین او پوهان ترې جوړ شي.

دغه راز په یاده غونډه کې یو تن فارغ التحصیل محصل د نورو فارغو شوو محصلینو په استازیتوب خبرې وکړې او د پوهنتون له رهبرۍ څخه یې د فراغت غونډې د مراسمو د تر سره کولو په پار مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې پدې دور کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه څه باندې څلور زره محصلین فارغ شول. د فراغت غونډې مراسم فارغانو ته د تصدیق نامو په وېش او د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال په دعایه کلام سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: