د کابل پوهنتون د محصلینو د شهادت د څلويښتي څخه د یادونې په موخه د قرانکریم د ختم مراسم جوړ شول

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۵:۴
پوهنتون کابل

د کابل پوهنتون د لړم دولسمې پېښې شهیدانو د شهادت څلويښتي څخه د یادونې په مناسبت د قران کریم د ختم مراسم د روان کال د لړم میاشتې په ۲۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو د غړو په ګډون د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړ شول.

دا مراسم د کابل پوهنتون د رییس او مرستیالانو، د پوهنځیو د رییسانو، د پوهنتون یو شمېر استادانو، د شهیدانو او ټپیانو کورنیو، د پوهنتون محصلینو او د یو شمېر مرسته کوونکو بنسټونو په ګډون جوړ شو، دوه برخې لرلې لومړی برخه یې د قران کریم ختم او دوهمه برخه یې ویناوې، د ټپیانو او شهیدانو کورنیو سره د نغدي او غیر نغدي مرستو کول وو.

د قران کریم د ختم څخه وروسته د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د مقدماتي خبرو په پیل کې کابل پوهنتون ته پدې برنامه کې د ګډونکوونکو راتګ ته ښه راغلاست وویل او په ځلونو یې د هغې دردوونکې پېښې په غندنه یې یو ځل بیا د ۱۹ تنو محصلینو او یو کارمند شهادت یې د هغوی کورنیو او د هیواد اکاډمیکې ټولنې ته تسلیت ووایه او د کابل پوهنتون له لوري یې له دوی سره غمشریکي وکړه.

پوهاند بابري د لړم دولسمې پېښه یو وحشیانه حرکت وباله او له امنیتي مسوولینو څخه یې وغوښتل  تر څو د دې پېښې عاملین د قانون منګولو ته د سپارلو ترڅنګ د اکاډمیکو بنسټونو د امنیت د تامین لپاره تر پخوا زیاته هڅه وکړي تر څو د هیواد ځوانان وکولای شي په یوې باامنه او تر امنیتي ګواښونو لرې فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ښاغلي بابري په پای کې د پوهنتون د نسبي امنیت په ښه والي باندې خوښي وښوده او همدارنګه له هغو بنسټونو څخه، چې د تېرو ورځو په بهیر او هم پدې مرسمو کې شتون لري او د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره همکاري کړې مننه او قدرداني وکړه.

وروسته د محترمو بنسټونو مسوولینو لکه: شورای متحد مردمی مقیم کابل، د افغان ښځو شبکې، خییر شخصیت ښاغلي جمشید او د کابل پوهنتون د پوهنځیو رییسانو اتحادیې هر یوه خپلې نغدي مرستې او او د ښاغلي زماني بنسټ د پام وړ د خوړو توکي یې د دې پېښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته ورکړل او وروسته دا مراسم هیواد ته د خیر او کامیابي د دعا په کولو سره د مازیګر په ۴:۳۰ پایته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

د فوټبال خزاني ټورنمنټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کابل پوهنتون سپورټ آمریت له لوري د فوټبال خزاني ټورنمنټ سیالۍ چې د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د دوه ویشتو پوهنځیو ترمنځ پر لاره اچول شوې وې، نن پای ته ورسېدې.

د یادې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

د کابل پوهنتون محصل د حسن قرائت په نړیواله سیالۍ کې درېیم مقام ترلاسه کړ

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصل قاري عبدالرب ایوبي د قرآن عظیم الشان د حسن قرائت په نړیواله سیالۍ کې درېیم مقام ګټلی.

یاده سیالي هر کال د پنځوسو اسلامي هېوادونو ترمنځ د ترکیې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۸:۴۹
Background image

د علمي شورا ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز په مشرۍ د علمي شورا غونډه ترسره شوه، په پیلیزه وینا کې د یاد پوهنتون رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د محصلانو په فکري او مسلکي روزنې ټینګار وکړ؛ نوموړي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې: