د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې کلنۍ ټاکنې تر سره شوې

Abdul Hai Alamyar
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۰ - ۱۷:۵
نتالغ

د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې درېمې دورې ټاکنې د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۶ د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین، د پوهنتون د محصلینو اتحادیې رییس امید مهریار، د محصلینو اتحادیې د رهبري شورا او اداري هیئت، د دې اتحاديې مخکیني رییسان احمد فهیم عظیمي او جاوېد فاروس په شتون کې د پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې تر سره شوې.

دا برنامه د قرانکریم په تلاوت او ملي سرود په خپرولو سره د دې غونډې د ټاکل شوي رئیسه هیئت احمد فواد عظیمي رییس، هیله هدايي مرستیاله، شېرشاه رحیمي منشي او رحیمه محمد ي نایب منشي تر نظر لاندې پیل شوه، په پیل کې د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې رييس امید مهریار د برنامې مدیره هیئت پشنهاد او د خپل ریاست کاري دورې د کارونو، ننګونو، فرصتونو او عمومي وضعیت په هکله یې لنډې خبرې وکړې. ښاغلي مهریار د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې هیلې بیا بیان او دې موخو ته رسېدو لپاره یې د ټولو غړو څخه مننه وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په دې برنامه کې خبرې وکړې او د محصلینو اتحادیې د کلنیو ټاکنو په درېمې دورې باندې خوښي وښوده او محصلینو یې د کابل پوهنتون د اساسي او مهمې ضلعې او د افغانستان راتلونکې رهبران یاد کړل، د کابل پوهنتون په محصل محوره  نویو برنامو او پالیسیو یې خبرې وکړې.

د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین هم پدې برنامه کې خبرې وکړې او په قانون کې د محصل په ځای، شفافیت، حقونو او قانون پر بنسټ د فعالیتونو ترسره کولو باندې خبرې وکړې، د محصلینو له اتحادیې یې وغوښتل ترڅو د محصلینو د شرایطو او اوضاع په ښه والي په ځانګړي توګه د پوهنتون په لیلیه کې د اوسېدونکي محصلینو او د زده کړیالانو د ظرفیت او مهارتونو په لوړولو کې زیاته ونډه واخلي.

وروسته یاسر عمري د دې اتحادیې د ټاکنو د کمیسیون رییس د دې کمیسیون له غړو او د نورو همکارانو، چې د درېمې دورې ټاکنو په تر سره کولو کې یې همکاري تر سره کړې مننه وکړه او د اتحادیې ټولو غړو ته یې د رایې ورکولو بهیر تشریح او وروسته د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې کلنیو ټاکنو درېمې دورې ټولو د ریاست او معاونیت نوماندانو په لنډ ډول خپلې برنامې او طرحې د برنامې حاضرینو ته تشریح او بیان کړې. وروسته په رسمي ډول د رایې ورکولو بهیر پیل او د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې ټولو غړو په هغه کې ګډون وکړ، چې په پایله کې مصطفی ارین د اتحادیې د رییس، محمد علي مهدوی د اداري چارو مرستیال،  تمنا زیار د برنامو مرستیاله، حسیب الله محمدي د انجمنونو مرستیال او احمد عمر فضلي د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې د دارالانشاء په توګه د یو کال لپاره وټاکل شول.

د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې د درېمې دورې ټاکنو برنامه هیواد ته د خیر او کامیابي دعا په کولو او د ګډون کوونکو په ډلییزو عکسونو اخیستو سره پایته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۶:۱۲
Background image

د کابل پوهنتون رییس د چین هیواد له لوري د دې پوهنتون لپاره جوړې شوې ودانۍ څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د روان کال د سرطان په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د مالي او اداري چارو سرپرست مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۹:۵۹
Background image

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په ریاست او د دې ریاست د مرستیالانو او علمي شورا د غړوپه ګډون جوړه شوه. دا ناسته د روان ۱۴۰۰ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۷:۱
Background image

د کابل پوهنتون رییس سره د پوهنې وزارت سرپرستې وکتل

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د روان کال د غبرګولي په ۳۰ نېټه د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې، چې د پوهنتون د محصلینو چارو او د مالي او اداري چارو مرستیالانو شتون. . .

BACK TO NEWS

All Media

په کابل پوهنتون کې "د لوبې بدلون فرصت: له افغانستان څخه د ناټو او امریکا متحده ایالاتو ځواکونو وتل" تر عنوان لاندې د جمهوررئیس محمد اشرف غني لکچر.

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا دوهمه برخه

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا لومړۍ برخه