د کابل پوهنتون د رهبري شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

Abdul Hai Alamyar
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۶:۲۰
ku

د روان ۱۳۹۹ د مرغومي په ۲۲ نېټه د کابل پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د دې بنسټ د علمي، اداري او محصلینو چارو اړوندو مختلفو موضوعاتو په موخه  د دې پوهنتون د علمي شورا د ناستو په تالار کې جوړه شوه.

دا ناسته د چهارشنبې په ورځ د سهار په نهو بجو په یاد تالار کې پيل، د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د دې شورا یو شمېر نورو غړو د ناستې په اجنډا لکه  «د کب په ۱۵ د حضوري او پسرلني سمسټر درسونو پیل لپاره تیاري»، «د کابل پوهنتون د HELMS سیسټم او د غیر حضوري درسونو وړاندې کولو بهیر ارزونه»، «د کابل پوهنتون د بدلون پلان د پلي کولو څرنګوالی»، «د کابل پوهنتون کارمندانو لپاره د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه له برېښنايي حاضري څخه ګټه اخیستنه»، «د زده کړې په اړه د تشبث تیا، کارموندنې، تر ګمارنې مخکې د کار مهارتونو زده کړه، د څېړنې میتود، د ملي یووالي، نظم او ډیسپلین پیاوړتیا په برخه کې د محصلینو د خدمتونو امریت تطبیقي پلان»، «د پوهنتون د محصلینو د مونوګراف د لیکلو او وړاندې کولو بهیر»، «د پوهنتون په  شپه غالي کې د وړ محصلینو حضور او عدم حضور»، «د محصلینو معاونیت اړوند تقریبآ شپږ برنامې» او یو شمېر متفرقه موضوعاتو باندې خبرې او نظرونه شریک کړل.

د ناستې غړو د پورته هرې موضوع په  اړه تر خبرو وروسته د دې پوهنتون د قوانینو او لایحو په رڼا کې لازم تصمیم ونیوه او اړوندو برخو او مسوولینو ته یې د پورته پرېکړو د پلي کېدو لپاره لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون رهبري پرېکړه  وکړه، چې:د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړو پر بنسټ د روان سمسټر حضوري درسونه د کب میاشتې په ۱۵ نېټه پیل شي او د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۱۵ نېټه د سمسټر د پای ازموینه واخیستل شي. د حضوري درسونو په پیل سره د کابل پوهنتون په لیلیه کې د ظرفیت نشتون له امله پدې لیلیه کې د درېمو تولګیو له محصلینو له حضور څخه معذرت غواړي او د دوی پر ځای د مختلفو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو مستحق متقاضیان، چې پخوا یې د لیلیې لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو د پوهنځیو د سهمیې او د نومرو د فیصدي په پام کې نیولو سره معرفي کیږي. د محصلینو د خدمتونو امریت تطبیقي پلان تائید او همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه برېښنايي حاضري فعاله او د اوس لپاره د کابل پوهنتون د کارکوونکو داخېلېدل او وتل به د یاد امریت له لارې تر سره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د کابل پوهنتون د مشاورې د برخې استادانو له لوري په نړۍ واله کچه د افغانستان د خلکو له نظره د ټولنیزې رواني روغتیا تر عنوان لاندې د ګډې څېړنې پایله وړاندې شوه

د سولې، دوستي او عدالت (Peace, Love, and Justice) تر عنوان لاندې د یوې ګډې علمي څېړنې پایلې، چې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د مشاورې د برخې استادانو، د نیویارک. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۹:۴۷
Background image

په کابل پوهنتون کې د یوې علمي څېړنې موندنې « د افغانستان د جزا کوډ ګټې او نواقص» تر عنوان لاندې د یو کنفرانس په لړ کې وړاندې شوې

د افغانستان د جزا کوډ ګټې او نواقص د یوې علمي ګډې څېړنې پایلې د یو کنفرانس په لړ کې د لسګونو ګډون کوونکو، د نظر څښتنانو او د دولتي او خصوصي مختلفو بنسټونو د قضايي او حقوقي برخو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل پوهنتون رهبري او د ایران ازاد اسلامي پوهنتون رهبري هئیت ترمنځ ګډه ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون د علمي او محصلینو چارو مرستیالانو او د ایران ازاد اسلامي پوهنتون د نړۍ والې او بهرنیو زده کړیالانو چارو مرستیال، د ایران ازاد اسلامي پوهنتون رییس- د کابل واحد او په کابل. . .

BACK TO NEWS

All Media

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا دوهمه برخه

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا لومړۍ برخه