د کابل پوهنتون او تاشکند دولتي کرنیز پوهنتون ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه ترسره شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۲۲
د کابل پوهنتون او تاشکند دولتي کرنیز پوهنتون ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه ترسره شوه

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز، د علمي څېړنو معاون او د کرنې پوهنځي رئیس د ازبکستان د تاشکند دولتي کرنیز پوهنتون له رئیس، ښاغلي نارزولو ابلومرادوف او د همدې پوهنتون له علمي معاون سره د کابل پوهنتون په ریاست کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د علمي څېړنو، لوړو زده کړو او ظرفیت لوړونې په برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو د نظر تبادله وشوه.

همدارنګه دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د ګډو علمي، څېړنیزو او عملي فعالیتونو د تنظیم لپاره به یو تفاهم‌لیک چمتو کړي چې د دواړو پوهنتونونو د اصولي پړاوونو له بشپړېدو وروسته به په رسمي ډول لاسلیک شي.

په دې جلسه کې توافق څرګند شو چې د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د فوق‌لیسانس برنامو د تدریس او علمي کیفیت د پیاوړتیا په موخه به د تاشکند دولتي کرنیز پوهنتون تجربه لرونکي استادان د لنډمهاله علمي او ظرفیت لوړونې پروګرامونو لپاره کابل پوهنتون ته سفر وکړي.

د ظرفیت لوړونې د دوام په موخه دواړو لوریو چمتووالی څرګند کړ چې د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره به د ترنر استادانو (Training of Trainers - ToT) ځانګړي ورکشاپونه هم تنظیم او ترسره شي. دغه پروګرامونه به د اړتیا او امکاناتو له مخې په حضوري او آنلاین دواړو بڼو تطبیقېږي.

دواړو لوریو دا لیدنه د علمي اړیکو د پیاوړتیا، د څېړنیزو همکاریو د پراختیا او د کرنې په سکټور کې د ګډو علمي نوښتونو د اساس اېښودلو په برخه کې یو مهم ګام وباله او د اوږدمهاله او مؤثرې همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون او تاشکند دولتي کرنیز پوهنتون ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه ترسره شوه

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز، د علمي څېړنو معاون او د کرنې پوهنځي رئیس د ازبکستان د تاشکند دولتي کرنیز پوهنتون له رئیس، ښاغلي نارزولو ابلومرادوف او د همدې پوهنتون له علمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: