د کابل پوهنتون او تابش پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

Abdul Hai Alamyar
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۹:۵۸
ku

د کابل پوهنتون او تابش پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د روان ۱۳۹۹ کال د مرغومي میاشتې په ۲۴ نېټه د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د شته ظرفیت لوړولو او په هیواد کې د تحصیلي خدمتونوغوره والي په برخه کې د همکاریو زمینې برابرولو په موخه په کابل پوهنتون کې لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک لویه موخه د دې دواړو پوهنتونونو د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړولو، په څېړنیزو فعالیتونو کې همکاري، په ګډه توګه د درسي مفردانو او عملي تطبیقي او عملي مضمونو پرمختیا او پراختیا، د ګډو علمي کنفرانسونو جوړول او په هغه کې د دواړه لوري ګډون کول، د اړتیا په صورت کې  د دواړو بنسټونو په مجلو او خپرونو کې د دواړو پوهنتونونو د استادانو د مقالو خپرول او چاپول او همدارنګه د یو او بل د امکاناتو څخه د دواړو پوهنتونونو د محصلینو لپاره د لنډ مهاله عملي کارونو او زده کړې د زمینې برابرول دي.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د تابش پوهنتون رییس پوهاند داکټر میر اکرم میرزاد دوی دواړو د دې هوکړه لیک په لاسلیک کې، چې د علمي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې د بنسټونو د بشري ظرفیتونو په برخه کې همکاري، د ګډو علمي او عملي تجربو څخه اغېزمنه ګټه پورته کول او په ځانګړې توګه د بنسټونو د پراختیا لپاره یې یوه اړتیا وبلله او د دې هوکړه لیک په چوکاټ کې یې د همکاریو په دوام تاکید وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۷:۳۰
Background image

د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

د روان ۱۳۹۹ د کب په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته د کابل پوهنتون د رییس او مرستیالانو او د دې شورا د غړو په ګډون د پوهنتون د علمي شورا په تالار کې. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۷:۱۱
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو ایښودو بهیر پیل شو

د روان ۱۳۹۹ د کب په ۱۱ د دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې د نیالګیو ایښودو بهیر د پوهنتون د رییس او محصلینو چارو مرستیال، د خدماتو امر او د سرسبزي د برخې کارمندانو له لوري د دې علمي. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۶:۵۵
Background image

د فزیک پوهنځي ۱ شمېره تالار د پوهاند محمدظاهر ستانیزي په نوم ونومول شو او د دې پوهنځي د متقاعدو استادانو څخه ستاینه وشوه

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي ۱شمېره تالار د یوې غونډې په لړ کې، چې د ۱۳۹۹ د کب په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د پوهنتون د رییس او مرستیالانو، د ځینو پوهنځيو رییسانو، د کابل پوهنتون یو شمېر. . .

BACK TO NEWS

All Media

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا دوهمه برخه

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا لومړۍ برخه