د کابل پوهنتون او تابش پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
د کابل پوهنتون او تابش پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د روان ۱۳۹۹ کال د مرغومي میاشتې په ۲۴ نېټه د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د شته ظرفیت لوړولو او په هیواد کې د تحصیلي خدمتونوغوره والي په برخه کې د همکاریو زمینې برابرولو په موخه په کابل پوهنتون کې لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک لویه موخه د دې دواړو پوهنتونونو د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړولو، په څېړنیزو فعالیتونو کې همکاري، په ګډه توګه د درسي مفردانو او عملي تطبیقي او عملي مضمونو پرمختیا او پراختیا، د ګډو علمي کنفرانسونو جوړول او په هغه کې د دواړه لوري ګډون کول، د اړتیا په صورت کې د دواړو بنسټونو په مجلو او خپرونو کې د دواړو پوهنتونونو د استادانو د مقالو خپرول او چاپول او همدارنګه د یو او بل د امکاناتو څخه د دواړو پوهنتونونو د محصلینو لپاره د لنډ مهاله عملي کارونو او زده کړې د زمینې برابرول دي.
د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د تابش پوهنتون رییس پوهاند داکټر میر اکرم میرزاد دوی دواړو د دې هوکړه لیک په لاسلیک کې، چې د علمي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې د بنسټونو د بشري ظرفیتونو په برخه کې همکاري، د ګډو علمي او عملي تجربو څخه اغېزمنه ګټه پورته کول او په ځانګړې توګه د بنسټونو د پراختیا لپاره یې یوه اړتیا وبلله او د دې هوکړه لیک په چوکاټ کې یې د همکاریو په دوام تاکید وکړ.