د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي د دې پوهنځي متقاعدو او پخوانیو استادانو له کارونو څخه نمانځنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۵:۴
fdsde

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رهبري هیئت د یو محفل په لړ کې د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۳۰ نېټه د یوې غونډې په لړ کې د کابل پوهنتون او اقتصاد پوهنځي د رهبري هیئت په شتون کې، چې د دې پوهنځي په تالار کې جوړه شوې وه، د دې پوهنځي ۱۲ تنو متقاعدو او پخوانیو استادانو ته د ستاینلیک په ورکولو د هغوی له ارزښتمندو کارونو څخه ستاینه وشوه.

دا برنامه د اقتصاد پوهنځي رییس پوهنمل امیرحمزه اسلمي په خبرو پیل او په پيل کې د دې برنامې جوړېدو خوښي او ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د دې غونډې د جوړېدو انګېزې او د اقتصاد پوهنځي په پیاوړتیا کې د دې استادانو په رول خبرې وکړې او په دوام یې د کلتوري کمېټې رییس او د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار فضل احمد جویا د خپلو خبرو په لړ کې د کابل پوهنتون داقتصاد پوهنځي لنډ تاریخ، د دې بنسټ د فعالیتونو پر مهال رامنځته شوي بدلونونه او د مسلکي او تخصصي پرسونل په روزنه کې د دې پوهنځي د پخوانیو استادانو اهمیت او رول بیان کړ.

وروسته د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د ښه راغلاست ترڅنګ یې د دې ارزښتمندې غونډې په جوړېدو خوښي وښوده او دا یې د کابل غوره پوهنتون کې یو غوره او منل شوی سنت یاد کړ. پوهاند بابري وویل: کابل پوهنتون د اکاډمیک او یو ژوندي چاپېریال په توګه، په علم او پوهه سمبال او غني دی، چې دا غنیتوب د دا ډول ريښتینو او وطندوسته شخصیتونو د کارونو او زحمتونو منندوی دی. دوکتور بابري زیاته کړه، استادانو ته د درناوي او د متقاعدو او پخوانیو استادانو له پوهې او وړتیاوو څخه د ګټې اخیستنې او په پوهنتون کې د دوی د شتون د امکاناتو په لایحو کار روان دی تر څو له دې لارې د استادانو د لوړ مقام درناوي ترڅنګ د دوی له باارزښته پوهې او اند څخه اړینه ګټه پورته شوي وي. ښاغلي بابري د خپلو خبرو په پای کې د دې استادانو له کارونو او کړنو څخه ستاینه وکړه او له دوی څخه یې په معنوي ملاتړ تاکید او تعهد وکړ.

وروسته د اقتصاد پوهنځي استادانو هر یو پوهنیار سیف الدین سیحون، پوهاند محمد اشرف یادګاري، پوهنمل عبدالحسیب موحد په خپل وار سره د دې غونډې په معنوي اهمیت او ارزښت، د پوهانو او قلم څښتنانو له لوري د استاد لوړ مقام او د دې استادانو د ارزښت وړ کارونو او رول باندې خبرې وکړې او هغوی یې د صداقت او انسانیت الګو، چې په کابل پوهنتون او اقتصاد پوهنځي کې، چې انسان جوړونکی بنسټ دی له جوړېدو تر اوسه ټولنې ته زیات وړ کسان وړاندې کړي، دي.

وروسته پدې غونډه کې د تېرو کلنو د علمي شورا د غړو عکسونو په خپرولو سره او پدې ناسته کې د حاضرو استادانو د دې عکسونو په اړوند خپلې خاطرې بیان او په پای کې ۱۲ متقاعدو او پخوانیو استادانو، چې له ډلې څخه یې ۹ تنو شتون درلود ستاینلیکونه او وطني چپنې د رهبري او اقتصاد پوهنځي د ادارې له لوري ورکړل شوې.

د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي په ۱۳۳۶ هـ.ل کال د لسانس په کچه د ۲۰ تنو محصلینو په جذب سره د کابل په جوی شیر کې «د اقتصاد د لوړو زده کړو موسسه» تر عنوان لاندې فعالیت پیل کړ. همدارنګه په ۱۳۵۹ کال کې هم د دې پوهنځي ماسټري فعاله شوه او اوس، چې له جوړېدو څخه ۶۳ کاله تېریږي، په مختلفو ورځې، شپې او ماسټري برخو کې د ۳۱۴۰ تنو په شاوخوا کې محصلین لري او هر کال زیات شمېر محصلین ټولنې ته وړاندې کوي.

دا غونډه د سهار په ۱۰:۳۰ پیل او د غرمې په ۱۲ بجو هیواد او هیوادوالو ته د خیر او ښېګڼې د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۵:۱۹
Background image

"شيدې له تولیده تر مصرفه" کنفرانس دائر شو

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي له لوري د شیدو له تولیده تر مصرفه، کیفیت لوړول، خوندیتوب او ټکنالوژۍ اړوند علمي کنفرانس دائر شو.

په دې کنفرانس کې د شېدو پر غذايي اهمیت، د تولید پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۴
Background image

محصلینو ته اصلاحي سمینار پيل شو

د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لورې د ژمنۍ رخصتۍ څخه په استفادې د دې پوهنتون او د مرکزي او شمالي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو يو شمير محصلینو ته اصلاحي سيمينار پيل شو.

په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د نورستان پوهنتون استادانو ته د ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د مسلکي ظرفيت لوړونې آمریت له لوري د نورستان پوهنتون څلوېښت تنو استادانو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

په یاد ورکشاپ کې به د څېړنې بنسټیز اصول. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: