د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د مرکزي پوهنتونونو له استادانو او مسئولینو سره لیدنه تر سره کړه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۶:۳۳
11

د روان کال لړم میاشتې په ۲۲مه نېټه د یکشنبې ورځ د لوړو زده کړو وزارت  سرپرست شیخ ندامحمد ندیم د کابل، طبی علومو، پولی تخنیک، ښوونې او روزنې، افغان نړیوال پوهنتون او همدارنګه د حضرت عبدالله بن مسعود تخصصاتو جامعې له رهبرۍ ، استادانو، مسئولینو سره په پیژند غونډه کې لیدنه ترسره کړه، د تحصیلي نظام اړوند یې د هغوی نظریات، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل.

دغه غونډه چې د کابل پوهنتون په نوي تالار کې جوړه شوې وه، لومړی د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز ګډونوالو ته  د ښه راغلاست تر څنګ، له استادانو سره د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له لیدنې څخه مننه وکړه او ددې ډول نورو غونډو غوښتونکی شو.

ښاغلي دکتور عزیز اسلامي او ملي ارزښتونو ته د باوري او مسلکي شخصیتونو په روزنه کې د پوهنتونو رول مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، د نظام او خلکو سترګې دوی ته دي، که وغواړو پرمختګ ولرو باید د هېواد تحصیلي نظام قوي شي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم د پوهنتون له استادانو او عالمانو سره له لیدنې خوښي څرګنده او د ویاړ وړیې وباله او ټینګار یې وکړ چې دفتر یې د استادانو په مخ خلاص دی او په راتلونکي کې به په ښوونیزو او تحصیلي مسایلو له دوی سره خبرې او مجالس ترسره کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست همدارنګه له هغه استادانو څخه چې هېواد یې پرېښی دی غوښتنه وکړه تر څو بېرته خپل هېواد ته را وګرځي او د هېواد په جوړولو، د ځوان نسل په روزلو کې برخه واخلي.

د لوړوزده کړو وزارت علمي معین ښاغلي لطف الله خیرخواه هم په یاده غونډه کې خبرې وکړې او د هیواد د تحصیلی او علمي جوړښتونو د لا قوي کېدو غوښتونکی شو.

په یاده غونډه کې همدارنګه د طبی علومو، پولی تخنیک، ښوونې او روزنې، افغان نړیوال پوهنتون او همدارنګه د حضرت عبدالله بن مسعود تخصصاتو جامعې مسئولینو هم په خپل نوبت خبرې وکړې چې خپلې غوښتنې، لیدلوری د هېواد د تحصیلی نظام اړوند مسائل، جزئیات یې د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۹:۱۹
Background image

له ۷۰ څخه زیاتو محصلینو د MS Word کمپیوټري پروګرام زده کړه تر سره کړه

د کابل پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو څه باندې ۷۰ تنه نارینه او ښځینه محصلینو د MS Word  کمپیوټري پروګرام چې د محصلینو د خدمتونو د انسجام آمریت لخوا جوړ شوی وو زده کړه تر سره کړه چې دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۹:۱
Background image

د کابل پوهنتون د علمي شورا غونډه تر سره شوه

د علمي شورا پدې غونډه کې لومړی د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې د پوهنتون په مهمو علمي او تحصیلي مسائلو، د خزاني سمسټر د وروستیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۹:۱۲
Background image

د فارمسي پوهنځي په مینی لب لابراتوارونو کې د درملو د کیفیت ارزونې څلورم دور شروع شو

د درملو د کیفیت ارزونې څلورم دور د پارتیسیپ دفتر په همکارۍ د فارمسي پوهنځي د میني لب په لابراتوارونو کې د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۲ مه د شنبه ورځ پیل شو. پدغه پرانیست غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته