د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د مرکزي پوهنتونونو له استادانو او مسئولینو سره لیدنه تر سره کړه

tariq_admin
Sun, Nov 13 2022 4:33 PM
11

د روان کال لړم میاشتې په ۲۲مه نېټه د یکشنبې ورځ د لوړو زده کړو وزارت  سرپرست شیخ ندامحمد ندیم د کابل، طبی علومو، پولی تخنیک، ښوونې او روزنې، افغان نړیوال پوهنتون او همدارنګه د حضرت عبدالله بن مسعود تخصصاتو جامعې له رهبرۍ ، استادانو، مسئولینو سره په پیژند غونډه کې لیدنه ترسره کړه، د تحصیلي نظام اړوند یې د هغوی نظریات، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل.

دغه غونډه چې د کابل پوهنتون په نوي تالار کې جوړه شوې وه، لومړی د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز ګډونوالو ته  د ښه راغلاست تر څنګ، له استادانو سره د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له لیدنې څخه مننه وکړه او ددې ډول نورو غونډو غوښتونکی شو.

ښاغلي دکتور عزیز اسلامي او ملي ارزښتونو ته د باوري او مسلکي شخصیتونو په روزنه کې د پوهنتونو رول مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، د نظام او خلکو سترګې دوی ته دي، که وغواړو پرمختګ ولرو باید د هېواد تحصیلي نظام قوي شي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم د پوهنتون له استادانو او عالمانو سره له لیدنې خوښي څرګنده او د ویاړ وړیې وباله او ټینګار یې وکړ چې دفتر یې د استادانو په مخ خلاص دی او په راتلونکي کې به په ښوونیزو او تحصیلي مسایلو له دوی سره خبرې او مجالس ترسره کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست همدارنګه له هغه استادانو څخه چې هېواد یې پرېښی دی غوښتنه وکړه تر څو بېرته خپل هېواد ته را وګرځي او د هېواد په جوړولو، د ځوان نسل په روزلو کې برخه واخلي.

د لوړوزده کړو وزارت علمي معین ښاغلي لطف الله خیرخواه هم په یاده غونډه کې خبرې وکړې او د هیواد د تحصیلی او علمي جوړښتونو د لا قوي کېدو غوښتونکی شو.

په یاده غونډه کې همدارنګه د طبی علومو، پولی تخنیک، ښوونې او روزنې، افغان نړیوال پوهنتون او همدارنګه د حضرت عبدالله بن مسعود تخصصاتو جامعې مسئولینو هم په خپل نوبت خبرې وکړې چې خپلې غوښتنې، لیدلوری د هېواد د تحصیلی نظام اړوند مسائل، جزئیات یې د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل.

Latest news

Thu, Sep 21 2023 11:13 AM
Background image

Museum

The National Museum, in Kabul, holds the largest collection of Afghan antiquities in the world and as such is the only destination for those who wish to learn about the rich and diverse. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain