د علمي څېړنې تګلارو درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۱:۴۹
SDSD444D4

د علمي څېړنو تګلارو درې ورځنی ورکشاپ(SPSS) ، چې د کابل پوهنتون د ظرفیت لوړونې امریت له لوري، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره په کابل پوهنتون کې په لار اچول شوی و؛ پای ته ورسېد. په دې ورکشاپ کې د کابل دولتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا ۴۰ استادانو ګډون کړی و.

دا ورکشاپ چې د کابل پوهنتون د مسلکي ظرفیت جوړونې د امر، ډاکتر اسد الله صمدي په نوښت رامنځته شوی و.

د لوړو زده کړو وزارت د ژباړې، څېړنې او تالیف رییس، دکتور حمیدالله مزمل د دا ډول برنامو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه، د څېړنو په معیاري کېدلو او دا دول نور برنامو په جوړولو یې  ټینګار وکړ.

د ګډونوالو په استازیتوب څو استادانو په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه ډول برنامې د څېړنو د معیاري کېدلو لپاره یو ښه پیل دی، اوسنیو شرایطو ته په کتو دا ډول برنامې باید ډېرې شي. دوی هیله وښوده چې په راتلونکو کې له دې څخه هم په لویه کچه دا ډول برنامې په لار واچول شي.

د کابل پوهنتون رییس ډاکتر اسامه عزیز، د دې ورکشاپ په بریالیتوب پای ته رسېدو سره د مسلکي ظرفيت لوړونې آمريت ستاینه وکړه او له ګډونوالو استادانو یې وغوښتل، چې په پوهنتونونو کې د معیاري څېړنو د ترويج لپاره کوښښ وکړي. همدارنګه یې ټینګار وکړ چې کابل پوهنتون دا ډول برنامو او نوښتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.

د ستاینلیکونو له وېشلو وروسته، غونډه د کابل پوهنتون د علمي مرستیال محمد اشرف غیرت د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: