د علمي څېړنې تګلارو درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د علمي څېړنو تګلارو درې ورځنی ورکشاپ(SPSS) ، چې د کابل پوهنتون د ظرفیت لوړونې امریت له لوري، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره په کابل پوهنتون کې په لار اچول شوی و؛ پای ته ورسېد. په دې ورکشاپ کې د کابل دولتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا ۴۰ استادانو ګډون کړی و.
دا ورکشاپ چې د کابل پوهنتون د مسلکي ظرفیت جوړونې د امر، ډاکتر اسد الله صمدي په نوښت رامنځته شوی و.
د لوړو زده کړو وزارت د ژباړې، څېړنې او تالیف رییس، دکتور حمیدالله مزمل د دا ډول برنامو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه، د څېړنو په معیاري کېدلو او دا دول نور برنامو په جوړولو یې ټینګار وکړ.
د ګډونوالو په استازیتوب څو استادانو په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه ډول برنامې د څېړنو د معیاري کېدلو لپاره یو ښه پیل دی، اوسنیو شرایطو ته په کتو دا ډول برنامې باید ډېرې شي. دوی هیله وښوده چې په راتلونکو کې له دې څخه هم په لویه کچه دا ډول برنامې په لار واچول شي.
د کابل پوهنتون رییس ډاکتر اسامه عزیز، د دې ورکشاپ په بریالیتوب پای ته رسېدو سره د مسلکي ظرفيت لوړونې آمريت ستاینه وکړه او له ګډونوالو استادانو یې وغوښتل، چې په پوهنتونونو کې د معیاري څېړنو د ترويج لپاره کوښښ وکړي. همدارنګه یې ټینګار وکړ چې کابل پوهنتون دا ډول برنامو او نوښتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.
د ستاینلیکونو له وېشلو وروسته، غونډه د کابل پوهنتون د علمي مرستیال محمد اشرف غیرت د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.