په کابل پوهنتون کې د کابل پوهنتون د حقوقي ستاژ او د احصايي او معلوماتي ملي ادارې برېښنايي تذکرې بستونو کانکور ازموینه واخیستل شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۳۰
ku

د کابل پوهنتون د حقوقي ستاژ او د الکترونيکي تذکرو بستونو کانکور ازموینه د روان کال د غبرګولي په ۷ نېټه د جمعې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس او رهبري، د ازموینو ملي ادارې رهبري، د مرکزي احصايي ملي ادارې مرستیال او د دې ازموینو داوطلبانو په ګډون په کابل پوهنتون کې پرانیستل شو.

د کابل پوهنتون رییس د دې ازموینو پرانیستې په غونډه کې خبرې وکړې، چې د کابل پوهنتو مرکزي کتابتون په تالار کې جوړ شوه وه،  په پیل کې یې کابل پوهنتون ته د دوی راتګ ته ښه راغلاست وویل او د دې برنامې حاضرو داوطلبانو ته یې وویل تاسو د هیواد د یوې برخې د اړتیا لکه، حقوق، قضاء او حکومت جوړونې برخه کې خپل ظرفیت لوړ کړئ، چې متاسفانه پدې برخه کې د ښو قضاوتونو کم رول په دلیل او د پراخ عدالت نشتوالي څخه مو هیوادوال زوریږي. پدې توګه د تحصیل ټول داوطلبانو څخه پدې مرکز کې هیله کوو، چې د دې ډول مرکزونو قدر ولرو او په هغو کې د زده کړې برابرېدلو فرصت څخه زیاته ګټه پورته کړو او له دې لارې زورېدلو هیوادوالو ته ګټور او اغېزمن واقع شو. نوموړي زیاته کړه، چې د تېرو میاشتو په لړ کې د حقوقي ستاژ په همکاري مو زیات زیار کښلی تر څو دا مرکز او د هغې برنامې زیاتې مجهزې او د هیواد بچیو لپاره یو معیاري ځای جوړ شي. درس ورکړي او موخې وڅاري، چې د هیواد د عدلي او قضايي ټولنې مبرمه اړتیا ده. پوهاند بابري د خپلو خبرو په پای کې وویل: په خوښي سره د ازموینو ملي اداره په هیواد کې په يوه نمونه يي ادارې بدله شوې او د هغې په ازموینو کې د هېڅ ډول بې عدالتیو تشویش شتون نلري او په پای کې یې د دې ازموینو ګډون کوونکو ته د بریالیتوب هیله وکړه.

د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ د حقوقي ستاژ ازموینو په دې دورې کې ټولو ۳۷۷۱ تنو ګډون کړی وو، چې له دې ډلې څخه ۲۸۲۴ تنه یې هلکان او ۹۴۷ نجونې او د الکترونيکي تذکرو ټولو ۴۸۰۱ تنو ګډون کړی وو، چې له هغې ډلې ۴۲۱۰ تنه هلکان او ۵۹۱ تنه یې نجونې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: