ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه
د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.
د ازموینې د پرانیستې په مراسمو کې د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیز، د لوړو زده کړو وزارت د ګمارنې او ترفعیاتو رییس پوهنمل ضياء الدين سيرت، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون کړی وو.
د پوهنتون رييس او اړوند مسؤلینو د خپلو خبرو په ترڅ کې نوماندانو ته د ازموینې د پروسې له روڼتیا او بشپړ شفافیت څخه ډاډ ورکړ.
د يادې آزموينې پايلې د آزموينې پر ورځ د فوق لیسانس آمریت له لوري اعلان شوې.
کابل پوهنتون کې اوسمهال د ماسټرۍ ۳۵ او د دکتورا ۱۰ برنامې فعالې دي. د ماسټرۍ په هره برنامه کې له ديرشو سيټونو څخه اته سيټه او د دکتورا په هره برنامه کې له دولسو سيټونو څخه پنځه سيټه د اما.رتي پوهنتونونو استادانو لپاره ځانګړي شوي دي، چې د خپلمنځي رقابتي آزموينې له لارې په کې شموليت حاصلوي.
