کابل پوهنتون له دوو قزاقستاني پوهنتونونو سره د علمي همکاریو د پراختیا لپاره هوډلیک لاسلیک کړ

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۶
کابل پوهنتون له دوو قزاقستاني پوهنتونونو سره د علمي همکاریو د پراختیا لپاره هوډلیک لاسلیک کړ

کابل پوهنتون د قزاقستان د کرنیزو څېړنو ملي پوهنتون (KazNARU) او د قزاقستان د اوبو مدیریت او اوبولګولو ملي پوهنتون (KazNUWMI) سره د علمي، څېړنیزو او نوښتګرو همکاریو د پراختیا په موخه هوډلیک (Letter of Intent) لاسلیک کړ.

د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي شیخ ضیاءالرحمن مدني، د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز، د قزاقستان د لوړو زده کړو او ساینس وزارت د بهرنیو اړیکو مرستیال ښاغلي میربیک ازباسار، د KazNUWMI پوهنتون رئيس ښاغلې دکتور کامشات توسوپووا، دKazNARU پوهنتون د بهرنیو اړیکو مرستیال ښاغلي دکتور رافیس آبازو، د کابل پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو یو شمېر رئيسانو ګډون درلود.

د دغه هوډلیک موخه د درې واړو پوهنتونونو ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا لپاره د ګډې لېوالتیا او هوډ څرګندول او د راتلونکي هراړخیز رسمي تفاهملیک (MoU) د لاسلیک لپاره د همکاریو د چوکاټ رامنځته کول دي.

د هوډلیک له مخې به درې واړه پوهنتونونه د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د اوبو د سرچینو مدیریت، اوبولګولو او پایدارې کرنې په برخه کې د ګډ ښوونیز، څېړنیز او نوښت مرکز د ایجاد لپاره له خپلو اصولو سره سم ګډ کار وکړي ترڅو په سیمه کې د اوبو او کرنې اړوند ننګونو ته علمي او نوښتګرې حللارې وړاندې شي.

د مراسمو په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د قزاقستان د لوړو زده کړو او ساینس وزارت د بهرنیو اړیکو مرستیال او نورو ویناوالو د لوړو زده کړو، علمي څېړنو، نوښت او نړیوالو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان او قزاقستان د پوهنتونونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام وباله.

د دې هوډلیک لاسلیک د کابل پوهنتون او یادو قزاقستاني پوهنتونونو ترمنځ د اوږدمهالو علمي او څېړنیزو همکاریو لپاره اساس برابروي او تمه کېږي چې په راتلونکې کې به د یوه هراړخیز تفاهملیک د لاسلیک او ګډو پروژو د پلي کېدو لامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۶
Background image

کابل پوهنتون له دوو قزاقستاني پوهنتونونو سره د علمي همکاریو د پراختیا لپاره هوډلیک لاسلیک کړ

کابل پوهنتون د قزاقستان د کرنیزو څېړنو ملي پوهنتون (KazNARU) او د قزاقستان د اوبو مدیریت او اوبولګولو ملي پوهنتون (KazNUWMI) سره د علمي، څېړنیزو او نوښتګرو همکاریو د پراختیا په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۶
Background image

د لابراتواري وسایلو د مدیریت ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو  معاونیت له لوري، د تخصصي ظرفیتونو د لوړولو په موخه « د لابراتواري وسایلو مدیریت او د لابراتوارونو حفظ‌الصحه» تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

ویناوا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: