د کابل پوهنتون د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُور》[ آل عمران: 185]
د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د استاد ارواښاد پوهندوی غلام جیلاني عمر د وفات له امله، د نوموړي له کورنۍ، له انجینرۍ پوهنځي او په ټوله کې له هېوادوالو سره خپله خواږي او تسلیت څرګندوو.
ارواښاد پوهندوی عمر په خپل وخت کې د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي له هڅاندو، ژمنو او مسلکي استادانو څخه و، چې د خپل عمر ډېر کلونه یې د هېواد د اولادونو په روزنه کې تېر او د عمر تر پایه یې له کابل پوهنتون سره خپلې علمي اړیکې وپاللې.
د افغانستان په علمي ډګر کې د نوموړي علمي او روزنیزې هڅې به نه یوازې؛ دا ډګر روښانه وساتي، بلکې هڅه مو داده، چې د نورو ژمنو، متخصصو او مسلکي کادرونو په ملاتړ دا ډګر نور هم پیاوړی او ځلاند شي.
د کابل پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو په استازۍ د نوموړي وفات د افغانستان د انجینرۍ په برخه کې ستره تشه بولو او له لوی خدای جلجلاله څخه ورته د جنتالفردوس غوښتنه کوو، آمين.
د کابل پوهنتون رهبري
