د کابل پوهنتون او د تفتیش عالي ادارې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۶:۴۳
ku

د کابل پوهنتون د متخصص کادر مسلکي همکاریو، د تفتیش، د تفتیش عالي اداري کارمندانو وړتیاوو لوړولو  او د کابل پوهنتون د محصلینو لپاره د کار زده کړې زمینه برابرولو په موخه هوکړه لیک د ۱۴۰۰ د چنګاښ په ۲۲ نېټه د سې شنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د تفتیش د عالي اداري مرستیال سید بلال هاشمي له لوري لاسلیک شو.

د کابل پوهنتون رییس د دې هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل، چې پدې هوکړه لیک کې مهم او کلیدي ټکي شتون لري او دا کولای شي د کابل پوهنتون او د تفتیش د عالي ادارې ترمنځ د همکاریو اندازه لوړه کړي. پوهاند بابري تاکید وکړ، کابل پوهنتون، چې کوم علمي او اکاډمیکه وړتیا لري د دې هوکړه لیک په رڼا کې د تفتیش عالي ادارې سره هر ډول همکاري ته تیار دی. نوموړي زیاته کړه، چې پدې هوکړه لیک کې هر ډول علمي او اکاډميکې غوښتنې او تعهدات په پام کې نیول شوي دي او د هغو په اجرايي کولو سره یادې ادارې کولای شي یو د بل له وړتیاوو څخه ګټه پورته کړي. د کابل پوهنتون رییس همدارنګه وویل، چې په دولتي ادارو کې د کار غوره تر سره کېدو او د نوښتونو او لاسته راوړنو په ګوته کولو سره یې یوه اړتیا وبلله او پدې برخه کې د کابل پوهنتون رهبري د تفتیش عالي ادارې سره همکاره ده او له وړاندیزونو او نظریاتو څخه یې ملاتړ کوي.

وروسته د کړنو تفتیش او د ټکنالوژي د تفتیش په چارو کې د افغانستان د تفتیش عالي ادارې مرستیال سید بلال هاشمي د کابل پوهنتون رییس د همکاري او ملاتړ څخه مننه او درناوی وکړ ویې ویل، چې د دې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره تر کابل پوهنتون څخه بلې غوره ادارې شتون نه درلود او په دې توګه د تفتیش عالي ادارې هڅه وکړه تر څو له کابل پوهنتون سره دا هوکړه لیک لاسلیک کړي. ښاغلي هاشمي تاکید وکړ، چې دا هوکړه لیک د همکاریو زمینه او همدارنګه د دواړو ادارو له وړتیاوو څخه ګټه اخیستل زیاتوي.

د یادونې وړ ده، چې د دې هوکړه لیک د مفاد پر بنسټ د تفتیش عالي اداره د اقتصاد، کمپیوټر ساینس، انجنیري، د عامه ادارې او پالیسي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلینو لپاره د کار زده کړې برنامې او همدارنګه د دې ادارې د پالیسي او تقنیني اسنادو په رڼا کې د کابل پوهنتون د محصلینو لپاره د علمي او څېړنیزو کارونو د تر سره کولو زمینه برابروي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم