د ممتازو محصلینو ستاینغونډه ترسره شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۲۰
3552689

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۳ لمریز کال غوره او ممتاز محصلین د چین هېواد د سفارت په همکارۍ په نغدي جوایزو او د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د چین هېواد سفیر او ورسره مل پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت د امارتي محصلانو او د خدماتو د انسجام رئيسانو، د کابل پوهنتون رهبري، استادانو او محصلینو برخه درلوده.

د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز د ښه راغلاست او پرانیستې وینا پر مهال وویل، د چین او افغانستان سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او علمي روابط په دې وروستیوو کې په ښه لور روان دي، له چین هېواد څخه مننه کوو چې د تل په څېر یې د ممتازو او مستحقو محصلینو په هڅونې او ملاتړ کې فعاله برخه اخیستې، هيله مو دا ده چې چین هېواد د کابل پوهنتون او په لویه کې د افغانستان له پوهنتونونو سره د انجینرۍ، ټکنالوژي، ساینس او نورو مهو برخو کې خپلې علمي تجربې شریکې کړي.

ورپسې د چین هېواد سفیر ښاغلي جاو شینګ په خپلو خبرو کې وویل، موږ ژمن یو چې د کابل پوهنتون محصلینو سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړو، موږ به له افغانستان سره خپلو اقتصادي، فرهنګي او علمي اړیکو ته لا ډېره پیاوړتیا ورکړو.

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون شپيته تنه مستحق او ممتاز محصلين په نقدي جوائزو وستايل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۸:۴۰
Background image

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي- څېړنیزې مجلې نوې ګڼه خپره شوه

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي-څېړنیزې مجلې د ١٤٠٥هـ.ل کال لومړۍ ګڼه خپره او پر لیکه شوه.

په دې ګڼه کې (۱۲) علمي- څېړنیزې مقالې شاملې دي، چې په کې د انجنیري، کمپیوتر ساینس، زراعت،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: