د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره او پر لیکه شوه
د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي، چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د (۲۰۲۵) م کال د درېیمې دورې، څلورمه ګڼه یې خپره او پر لیکه کړه.
په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو لیکوالانو او څېړونکو (۲۱) علمي- څېړنیزې مقالې شاملې دي. په دغو مقالو کې د طبیعي علومو اړوند په بېلابیلو برخو کې مختلف او با ارزښته موضوعات څېړل شوي دي.
مینهوال کولای شي، د دې ارزښتناکو مقالو د لوستلو او ډاونلوډ کولو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه وکړي او په اسانه ډول یې ترلاسه کړي:
