د کابل پوهنتون د وترنري علومو په پوهنځي کې د Lumpy Skin Disease ناروغی په اړه ګډه غونډه جوړه شوه
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په غواګانو کې د پوستکي ناروغۍ ( Lumpy Skin Disease ) د خپرېدو او انسانانو ته یې د لېږد په اړه د ناسمو راپورونو د خپرېدو له امله د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د پاراکلینیک څانګې د روان کال د زمري په ۱۵ مه نېټه په یاده پوهنځي کې ګډه غونډه ترسره کړه.
په دغه غونډه کې د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند دکتور سید شېرشاه سادات، د پاراکلینیک څانګې آمر پوهاند اسدالله صمدي، د کرنې وزارت د څارویو د روغتیا ریاست استازي ډاکټر ابراهیم فروتن، د عامې روغتیا وزارت د څارنې ریاست استازي ډاکټر نعیم رحیمي او د کابل ښاروالۍ استازي انجینر احمد ضیاء خالد ګډون کړی وو.
لومړی د وترنري پوهنځی رئیس د ساري ناروغیو، د هغه سره د مبارزې او نورو روغتیایي مسایلو په اړه د داسې ګډو غونډو د ترسره کولو د ارزښت په اړه د غونډې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، ورپسې د پاراکلینیک څانګې آمر د غونډې ګډونوالو ته د Lumpy Skin Disease یا د پوستکي د ناروغۍ په اړه وروستي علمي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې یاده ناروغي انسانانو ته نه انتقالېږي او په څارویو کې د درملنې او مخنیوي وړ ده، او ویې ویل چې په نړۍ کې ددې ناروغۍ پر وړاندې اغیزمن واکسین په سوداګریزه بڼه شتون لري، که چېرې دغه واکسین د افغانستان په بازارونو کې شتون ونلري نو کولای شو چې د پسونو د چیچک واکسین د ۳ څخه تر ۱۰ دوز / کرته کار واخیستل شي، همدارنګه ډاکټر صمدي ددې ناروغۍ په تړاو او ورسره د مبارزې په اړه ټول تړلي موضوعات تشریح کړل.
د غونډې په دوام د کرنې وزارت د څارویو د روغتیا ریاست استازي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د یادې ناروغۍ د پېښو او د کرنې وزارت د کړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دغې ناروغۍ په اړه ناسم معلومات د خلکو په مینځ کې خپاره شوی او خپرېږي چې له امله یې انسانانو ته د لېږد په اړه ناسم معلومات ددې باعث شوي چې ځینې مالدارانو خپل څاروي له منځه وړي او قصابانو د غواګانو د غوښو له خوړلو او پلورلو څخه ډډه کړې.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د څارنې ریاست او د کابل ښاروالۍ استازو وویل چې ددوی ادارې تل د انساني او حیواني روغتیا اړونده څانګو سره په همغږۍ د څارویو د غوښو د پلورلو او نه پلورلو په اړه په ګډه تصمیم نیسي او تر اوسه یې د Lumpy Skin Disease په اړه د اړونده ادارو څخه هېڅ نوعه مکتوب نده ترلاسه کړی او نه هم پدې اړه کوم تصمیم نیول شوی.
د غونډې په آخر کې د پاراکلینیک آمر ددغه ګډې غونډې د پایلو په بیانولو او ددغه ناروغۍ په اړه د ناسمو معلوماتو د خپراوي او د ځینو ولایتونو د ښاروالانو لخوا د غواګانو د غوښو د خرڅلاو د بندولو د غیر مسلکي پرېکړو په پام کې نیولو سره پدې اړه د یوې ګډې خبري غونډې د جوړولو وړاندیز وکړ چې د ټولو ګډونوالو د خوښۍ او تائید وړ وګرځیده چې بالاخره ددغه خبري غونډې پرانیسته د کابل پوهنتون پلاوي په غاړه واخیسته چې په نږدې راتلونکي کې به دغه غونډې ته موقع برابره او دائره به یې کړي.