په کرنې پوهنځي کې د حاصل ترلاسه کولو وروسته د ضایعاتو د کموالي تر عنوان لاندې په زراعتي سکتور کې د ځوانانو لپاره د نوښت سیالۍ برنامه جوړه شوه
د معاصرې ټکنالوژي څخه په ګټه اخیستنې د کرنیزو محصولاتو اخیستو څخه وروسته د ضایعاتو د مخنیوي حل لارو وړاندې کولو په موخه په کرنیز سکتور کې د ځوانانو د نوښت دویمه سیالۍ د روان کال د وري په ۱۶ نېټه د امریکا متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID) له لوري د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي په تالار کې جوړه شوې وه.
دا برنامه د کرنې پوهنځي کې د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت چارواکو، د کابل پوهنتون مسوولینو، د کرنې پوهنځي مسوولینو او د دې پوهنځي استادانو او محصلینو په ګډون جوړه شوې وه.
د امریکا متحده ایالاتو د نړۍ واې پراختیا ادارې د افغانستان د ارزښتي ځینځیروي - د ارزښت وړ کرنیز محصولاتو (AVC/HVC) برنامې رییس ډاکټر وان استرادا پدې برنامه کې وویل: په کرنه کې د ځوانانو د نوښت سیالۍ د کرنې محصلینو د هڅونې په موخه او د اړوندو موضوعاتو د پېژندنې لپاره د کرنیزو محصولاتو د راټولو وروسته د ضایعاتو کموالی دی او له نبوغ او پوهې څخه په کار اخیستنې سره هغوی په یادو ستونزو باندې لاسبري شي. ښاغلي استرادا زیاته کړه، چې د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍ والې پراختیا اداره د کرنې په برخه کې د محصلینو او ځوانانو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي، د هغوی د ستونزو د حل په موخه د هغوی د اړتیا وړ وسایل او لوازم، چې د کرنې په رشد کې اصلي رول لري برابر کړي.
د کابل پوهنتون د علمي څېړنو مرکز امر او د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل دکتور ولي محمد سالاري هم پدې برنامه کې خبرې وکړې او میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د داسې برنامو جوړول یې د محصلینو د رشد او ظرفیت لوړولو په برخه کې مهمې وبللې او له کابل پوهنتون سره د نړۍ والو موسسو په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍ والې پراختیا ادارې څخه د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
د کرنې پوهنځي رییس غلام رسول فیضي د استقبال او ستاینې ترڅنګ یې د امریکا متحده ایالاتو د نړۍ والې پراختیا ادارې څخه یې په کرنې پوهنځي کې د دې ډول زیاتو برنامو جوړولو غوښتونکی شو. نوموړي وویل، چې دا ډول برنامې د محصلینو او ځوانانو د تشویق او هڅونې په برخه کې اغېزمن رول لري او د کرنې په برخه کې د هغوی نوښتونه زیاتوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال هم پدې برنامه کې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د کرنې وزارت هم د زراعت محصلینو لپاره دا ډول برنامې جوړوي او پدې برخه کې د هغوی ملاتړی به وي.
دا فعالیت به تر څلورو میاشتو پورې پوره شي. پدې وخت کې له ټول هیواد څخه د هلکانو او نجونو محصلینو ټیمونه به تر لنډې زده کړې لاندې ونیول شي او وروسته به د هغوی نوښتونه د روان کال د وږي په میاشت کې د موسسو او پراختیاوي ادارو ته وړاندې شي.