ماموریت او لرلید
د پوهنځی لرلید :
د کمپیوټر ساینس پوهنځي به په هیواد کې د نورو کمپیوټر ساینس پوهنځیو او موسسو بنسټ او مور وي، او د څیړنو لپاره به د لوړوالي مرکز وي. د دې پوهنځي فارغین به د کمپیوټر ساینس په برخه کې د لوړ مهارت لرونکي مسلکی کارکونکی وی. د دی پوهنځی فارغ التحصیلان به د اړینو سافټویرونو او خدماتو چمتو کولو له لارې د هیواد په پراختیا او اقتصاد کې برخه واخلي.
د پوهنځی ماموریت :
د کمپیوتر ساینس پوهنځی ماموریت په لاندی ډول دی:
- د کمپیوټر ساینس پوهنځي د زده کونکو لپاره د لوړ کیفیت د زده کړو چمتو کول ترڅو زده کونکي د کمپیوتر ساینس په برخه کی بریالي مشران او توانمند نوښتګران شی.
- د کمپیوټر ساینس او معلوماتی تکنالوژی په مرسته او کارولو د پیچلو مسئلو لپاره د حل ښو او معقولو لارو پیدا کول.