لیدلوری، مأموریت او موخې

ليد لوری:

 د فزیک پوهنځی د افغانستان د اکاډميکې ټولنې د غړي په توگه غواړي چې د فزيک په برخه کې په کمیت او کیفیت سره ټولنې ته  خدمت  وکړي او په هیواد او سیمه کي د یوه غوره علمي او اکاډمیک بنسټ په توگه وپیژندل شي.

مأموریت:

 د فزیک پوهنځی دنده لري چي د کار بازار او تخصص د اړتیاوو پر بنسټ د غوره تدریس، علمي څېړنو، د عصري تخنیک ، تکنالوژي او خدماتو له لارې د بېلابېلو ښوونیزو او څیړنیزو  بنسټونو لپاره متعهد ، متخصص او مسلکي کادرونه د اسلامي ارزښتونو په رعایت او په افغاني روحیه وروزي.

موخې:

د فزیک پوهنځی غواړي چي محصلین یې له تمي سره سمي زده کړي حاصلي او په اعلی درجه فارغ شي تر څو وکړای شي چي په نړیواله کچه خپلي وړتیاوي وښیي. فزیک پوهنځی ددې تر څنګ چي د خپلو استادانو او محصلینو د علمي کچي لوړولو او د نصاب معیاري کولو ته ژمن دی،لاندي موخي یې هم په اولیتونو کي دي.

۱.   متخصصو کادرونو ته د څیړنیزو علمي مهارتونو زده کړه.

۲.   د فزیک برخه کې د متخصصو کادرونو روزنه.

۳.   د ګټور تحصیلي نظام د پایلو پر بنسټ د کار موندنه.

۴.   د محصل محوره میتودونو په ملتیا د استعدادونو وده او روزنه.

۵.  د نني عصر له اړتیاوو سره سم د علمي څیړنو لپاره د امکاناتو او اسانتیاوو را منځته کول او پراختیا.

۶.  د توامیتونو را منځته کول او د پوهنتونونو او اړونده ادارو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک کول.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم