لیدلوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

بیولوژي پوهنځی د تخصصي کادرونو د پوهې کچې لوړولو او د با کیفیته څېړنو پراختیا لپاره په پام کې لري چې د بیولوژي ماسټري هم په نیږدې راتلونکي کې د دغه پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته کړي.

ماموریت:

بیولوژي پوهنځی اوسمهال د باکیفیته تدریس، څېړنې او د خدماتو په عرضې کولو سره د متخصصو کادرونو په روزنې او د لیسانس په کچه هېواد ته د وړاندې کولو په موخه بوخت دی.

موخې:

بیولوژي پوهنځی د باکیفیته تدریس، څېړنې او خدماتو عرضه کولو له لارې متخصص او تکړه کادرونه روزي او د ماسټرۍ پروګرام پیل هم د دې پوهنځي له بنسټیزو موخو څخه دي. د دې تر څنګ د استادانو د ظرفیت لوړوالی او د کارکوونکو د زده‌کړې د کچې په لوړولو سره  لاندې ټکي له خپلو بنسټیزو موخو څخه بولي:

۱. د خصوصي او دولتي ادارو لپاره د علمي کادرونو روزنه؛

۲. متخصصو کادرونو ته د څېړنیزو علمي مهارتونو زده‌کړه؛

۳. پوهنې، عامې روغتیا او د مخدره توکو ضد مبارزې وزارتونو ته د متخصصو کادرونو روزنه؛

۴. د عدلي طب پېښو مطالعې لپاره د متخصصو کادرونو روزنه؛

۵. په زولوژي او بوتاني دیپارټمنټونو کې د متخصصو کادرونو روزنه؛

۶. د محصلانو او د کار بازار ته په کتو د با کیفیته تحصیلي خدمتونو برابرول؛

۷. د توأمیتونو رامنځته کول او د پوهنتونونو او اړونده ادارو سره د هوکړه لیکنو لاسلیکول؛

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم