د کلینیک ډیپارټمینټ

الف. پېژندنه:

د کلینیک ډیپارټمینټ له مهمو د ډیپارټمینټونو څخه دی، چې کلینیکي مضامینو په درلودلو سره نه محصلانو سره د فراغت په دوره کې مرسته کوي، چې نور هم مسلکي او بلد شي. دغه ډیپارټمینټ اساسي مضمونونه مثلا: فارمکولوژي، توکسیکولوژي، کلینیکي تشخیص، جراحي، داخله طب او تریو جنولوژي نظري او عملي تدریسوي. په ټوله کې ۱۰۲۴ درسي ساعتونه لري، چې ۵۱۲ یې نظري او ۴۹۶ یې عملي دي.

د دغه ډیپارټمینټ د محصلانو د عملي کار له پاره تدریسي روغتون هم لري، چې په ورځني ډول هیوادوالو ته د ویترنرۍ خدمات وړاندې کوي. پر دې سربېره محصلان د علمي کادر تر لارښوونې لاندې اړین مالومات تر لاسه کوي. کلینیکي مضمونونه محصلانو ته د ناروغۍ تشخیص، وقایه او درملنه یې هم ور زده کوي. محصلان په کلینیک کې عملي کار کوي او علمي مهارتونه یې لا تقویه کېږي چې په راتلونکي کې ناروغ حیوانات په ښه توګه تداوي کړي. دغه دیپارټمینټ په علمي برخه کې خپلې ځانګړې وړتیاوې لري او له مختلفو سیکتورنو سره په کاري برخه کې همکاري کولای شي او مشورې ورکولای شي. همدارنګه د هیواد مالدارو وګړو ته د ویترنرۍ په برخه کې خپل خدمات وړاندې کوي. دغه ډیپارټمینټ د زراعت او مالدارۍ له سکتورونو سره د پالیسیو د تدوین، سټراتیژۍ، مقررو، لوحو، طرزالعملونو، لارښودونو، سروې او تحقیقي پروژو په برخه کې ملګرتیا او همکاري کوي. نوموړي ډیپارټمینټ د روغتیا له سکټور سره د زونوز ناروغۍ په کنټرول کې هم مرسته کولای شي. د خصوصي پانګونې سیکټورونه یې له روغتیایي او کلینیکي خدمتونو څخه د چرګانو، غواوو، پسونو او نورو فارمونو کې استفاده کولای شي. دغه ډیپارټمینټ د چاپېریال ساتنې له مستقلې ادارې سره هم همکاري لري. پر دې سربېره په مشخصو دورو کې د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړول یې بله ځانګړتیا ده، تر څو لا ښه خدمت وړاندې کړي. دا خدمت د لنډ مهاله کورسونو له لارې په علمي او روغتیاي برخو کې او د ورکشاپونو، علمي سمینارونو او کنفرانسونو په واسطه د دغه ډیپارټمینټ له خوا وړاندې کېږي. نوموړي ډیپارټمینټ خپل تدریسي روغتون لري او له دې لارې شتمني تر لاسه کوي، چې د ملي عوایدو له تقویې سره مرسته کوي او د هیواد اقتصاد په خپلو پښو دروي. په دې ډول محصلان په علمي پانګه سمبالوي او لۀ عملي کارونو او د ستاژ لۀ طریقه د هغوی مسلکي وړتیاوې زیاتوي. دا ډيپارټمنټ ټولنې ته د ښو خدماتو د تر سره کولو پۀ سبب ښې لاسته راوړنې او عواید لري چې هر کال یې د دولت خزانې ته پۀ منظم ډول تسلیموي.

د دې څانگې ډېری کادري غړي د لوړې علمي سويې «دوکتورا» لرونکي دي او کم شمېر یې ماسټر کادرونه دي.

همدا ډول کادري غړي یې با استعداده او د مسلکي تجربې او کلینیکي مهارتونو په لرلو سره هره ورځ د ټولنې په چوپړ کې دي‌.

دا ډيپارټمنټ د سهولوتونو پۀ لرلو سره کولی شي چې د خصوصي او دولتي سکتورونو له پاره د علمي او عملي څېړنو ښې زمینې را منځته کړي.

تر څنگ یې دا ډيپارټمنټ په ښوونیزو او روزنيزو پروژو کې بنسټیز رول لوبوي.

پر دې سربېره دا ډيپارټمنټ په سروې گانو، وقايوي پروگرامونو، کمپاینونو او ستراتېژیو کې برخه اخلي.

د‌دې ډيپارټمنټ کادري غړي په ټولو علمي، څېړنیزو او د چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې د ټولنې خدمت ته ژمن دي‌.

د دې ډيپارټمنټ د کاري ظرفیتونو عمده برخې درملنه، وقايه او د نورو روغتیایي چوپړتیاوو وړاندې کول؛ وترنري طب، مسلکي مشوره ورکول، د زراعت د سکتور له پاره د علمي او عملي څېړنیزو پروژو تر سره کول، مالداري، تجارت، عامه روغتیا، د اوسېدو چاپېریال او نورې ادارې تشکیلوي‌. د روزنتون اداره د مسلکي خدمتونو، مشورې ورکولو، ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو د برابرولو له لارې ښه پر ځان بسیا ده.

ب. زده کړیزې موخې:

- محصلین د کلینیکي موضوعاتو په اړه د کورسونو په اخیستلو سره کولی شي چې د ساري او غیر ساري ناروغیو په پېژندلو، د ناروغیو د را منځته کوونکو/عواملو په پیژندلو، د را منځته شویو ناروغیو په تشخیص، د درملنې او وقایې له پاره د دقیقو او سمو درملو په کارولو پوه شي.

- د ناروغیو د را منځته کوونکو/عواملو او نورو د پیدا کېدو لاملونه، د نسجونو غیر نورمالیتی، د غړو غیر نورمالې دندې او مسموميتونه زده کوي.

- محصلین به په ازمایښتي روشونو، د تشخیصي پارامترونو په سنجش، د ناروغیو د رامنځته کوونکو/عواملو، د غړو غیرې نومالو دندو او پتولوژیکو حالاتو، د ناروغیو له نښو او نښانو، د روغتیایي خدماتو له پراخولو، کنترول او وقایې سره اشنايي پیدا کړي او په عملي ډول به ترې کار واخلي.

- محصلین به د تېرو کلونو زده‌ کړي کلینیکي مهارتونه عملاً په کلینیک کې تطبیق کړي.

- محصلین به د ازمایښتي تشخیصي روشونو په واسطه د ناروغیو د رامنځته کوونکو/عواملو، د خپرېدو بهیر، د وقايې او مخنیوي په اړه مالومات تر لاسه کوي او خپلې علمي زده‌کړې به په کلینیکي کورسونو کې تطبیق کړي‌.

۱ . لیدلوری:

د کلینیک اداره د زده‌کړیزو او تشخیصي علومو او د وترنري پوهنځي د زده کړيالانو مسلکي مهارتونو تقويه کوي او دوی له درملنې او وقايې سره اشنا کوي تر څو وتوانېږي چې خپلې ټولنې ته په ښه توگه چوپړ تر سره کړي.

۲.دنده:

 د کلینیک اداره د لوړ کیفیته او د فعالو روشونو پر بنسټ په تدريس سره چې په تجربه او پایله سربېره پر محصل-محوره مېتود ولاړ دی او په ورځنۍ مسلکي پوهې سره د هېواد د پرمختگ له پاره هڅې کوي.

 ۳. بنسټي موخې:

 د کلینیک اداره لاندې اساسي اهداف تعقیبوي:

 - محصلینو ته باکیفیته او معیاري تدریس چې د تجربو، پایلو او محصل محوره روشونو پر اساس را منځته شوی‌.

 - د ډيپارټمنټ په اړوندو مضامینو کې د مسلکي مهارتونو تقویه.

 - علمي کنفرانسونو په دایرولو او د لارښوونیزو سمینارونو په وړاندې کولو سره، د علمي کادري غړو، تخنيکي کارکوونکو او محصلینو د ظرفیت لوړول.

 - د تدريسي او تحقیقي کارونو مخکې وړل، د چوپړتیاوو وړاندې کول او په علمي ترفیعاتو باندې کار، عملي تحقیقات او د ډيپارټمنټ، پوهنځي او پوهنتون په علمي فعالیتونو کې برخه اخیستل.

 - د پوهنتون، سکتوري وزارتونو، خصوصي ادارو، او متشبثینو په داخلي کومېټو کې فعاله برخه اخيستل.

 - له نورو پوهنځیو او ډيپارټمنټونو سره؛ لکه د پوهنتون دننه او له پوهنتونه بهر کې اړخیزه همکاري.

 ج. هوکړه لیکونه:

تراوسه پورې په مختلفو برخو کې د زراعت، اوبو لگولو او مالدارۍ له محترم ریاست، د کابل له ښاروالۍ او د «میوانیمل هوم» له مؤسسې سره درې هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

و. لابراتوارونه او ښوونیز تجهیزات:

ډيپارټمنټ د علمي کارونو او خداماتو د وړاندې کولو لپاره د تطبیقاتي لابراتوارونو او د تشخیص او درملنې له پاره د روغتون لرونکې ده.

د فارمکولوژۍ، توکسیکولوژۍ او مصنوعي القاح‌ لابراتوارونه چې اوس مهال فعال دي، د عملي کارونه له پاره ځینې سامان الات لري‌، خو دغه لابراتوارونه تجهیزاتو ته ضرورت لري. د کېمیايي موادو، ریجنټونو او د روغتيايي اړينو توکو د نشتون له امله ډېری علمي کادري غړي د علمي کارونو د مخکې وړلو په چار کې له ستونزو سره مخ دي.

د. تحصیلي نصاب (تخصصي مضامین)

 ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

 کريډيټ

 ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

 کريډيټ

۱

وترنري تریوجنولوژي I

VS829

۲

۶

داخله وترنري طب I

VS928

۳

۲

وترنري تریوجنولوژي II

VS929

۳

۷

داخله وترنري طب II

VS1028

۴

۳

کلینیکي تشخیص

VS825

۳

۸

وترنري فارمکولوژی او توکسیکولوژي I

VS626

۴

۴

وترنری جراحي I

VS927

۲

۹

وترنري فارمکولوژی او توکسیکولوژي II

VS726

۴

۵

وترنری جراحيII

VS1027

۵

۱۰

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم