د څارویو د روزنې ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

په دې ډيپارټمنټ کې تر ډېره هغه مضمونونه تدریسېږي، چې د مالدارۍ د سکتور اړوند دي. په نوموړي ډيپارټمنټ کې د لویو څارویو روزنه، د کوچنیو څارویو روزنه، د مرغانو روزنه، جینيټیک او بایوميټري، نسل اخیستنه، ایکولوژي، د حیواني تغذیه، د کبانو او شاتو د مچیو روزنه او مونوګراف مضمونونه تدریسېږي. دا ډيپارټمنټ د دکتورا او ماسټرۍ په کچه د وړ کادرونو درلودونکې ده. ډيپارټمنټ مجهز لابراتوارونه لري. په یاده ډيپارټمنټ کې 736 کرېډيټونه تدریسېږي، چې له هغوی څخه یې 480 کرېډيټونه نظري یا لکچر او نور 256 کرېډيټونه یې عملي دي. کاري وړتیا یې تر ډېره بریده د مالدارۍ پر سکتور ولاړه ده، چې په هېواد کې یو له هغو سکتورونو څخه دی، چې ډېر عاید لري. دا ډيپارټمنټ کولای شي، دولتي او خصوصي سکتور ته د خدمتونو پر وړاندې کولو سره بسیاینې ته ورسېږي او همداراز کولای شي، چې د پروژه‌یي، مشوره ورکولو، ښوونیزو او روزنيزو پروګرامونو له لارې ډېره ګټه تر لاسه کړي. د یادې څانګې علمي کادرونه په ټولو علمي، څېړنیزو چارو او د خدمتونو په وړاندې کولو کې ټولنې ته ژمن دي.

د ډيپارټمنټ مضمونونه محصلین د خوړو، روزنې او د څارویو له مناسبې ساتنې سره بلدوي. دا ډيپارټمنټ د خدمتونو له وړاندې کولو، د کرنې او مالدارۍ د سکتور له پیاوړتیا، د کلیو له پراختیا؛ د کوچنیو، لویو او منځنیو فارمونو له طرحې او ډیزاین، په کلیو کې کورنیو ته د خرڅ خوراک له برابرولو، په کلیو او سیمو کې د کاري زمینو له برابرولو، له لوږې ختمولو، د کورنیو د اقتصادي بنسټونو له جوړولو، د هېوا په کچه د فارمونو له جوړولو، د هغوی له مدیریت او کارونې؛ فارم لرونکو او خصوصي متشبثینو ته د خوړو د کڅوړو له ورکولو، حیواني محصولاتو ته له بازار موندنې، کاري ځواک، په کلیو کې د څارویو له لېږد رالېږد، لوبو او ساعتېریو او د بدوي نسلونو له اصلاح او محصولاتو له ډېروالي سره سروکار لري. دا ډيپارټمنټ کولای شي په مشوره ورکولو، د کارندو علمي څېړنو او په نورو ډېرو برخو کې له ملي او نړیوالو سازمانونو او سکتورونو سره مرسته وکړي. همداراز ډيپارټمنټ دا وړتیا لري، چې د مهارتونو په لوړولو او د مډرنو څېړنیزو تګلارو په واسطه، ستونزو ته مناسبې او منطقي حللارې پیدا کړي. په ضمن کې ډيپارټمنټ د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې د کورسونو دایرولو ته هم چمتو ده.

ب. تحصییلي موخې:

- محصلین کولای شي د ډيپارټمنټ د کورسونو په مټ د غذا تولیدوونکي حیوانات وپېژني، د هغوی پر روزنه پوه شي او د هغوی جینيټیکي جوړښت وپېژني.

- محصلین وکولای شي، چې معیاري، روغتیايي او سټنډرډ خواړه وپېژني.

- محصلین کولای شي د ازمویښتي لارو پر مټ د فارم ساتلو د پارامیترونو له سنجولو او اوسنۍ یا عصري مالداري سره بلد شي همداراز وکولای شي، چې عملا ورڅخه کار واخلي.

- محصلین د څارویو د روزنې له ګټې اخیستو خبر شي او عملا کار ورڅخه واخلي.

1. نظریه:

د څارویو د روزنې ډيپارټمنټ محصلینو ته د با کیفیته او معیاري زده‌کړو زمینه برابره کړې ، چې دوی وروزي چې ټولنې ته باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.

1. دندې:

د څارویو د روزنې ډيپارټمنټ د محصل محورۍ پر بنسټ په فعاله بڼه معیاري زده‌کړې وړاندې کوي او له دې لارې په هېواد کې کار، بازار او پراختیا ته زمینه برابروي.

تحصیلي موخې:

- د څارويو د روزنې د ډيپارټمنټ مضامينو کورسونه به محصلين په دې وتوانوي چې د غذا توليدوونکي څاروي، د حيواناتو روزنه او د هغوی په جنيټيکي جوړښتونو پوه شي.

- محصلين به د تغذيې صحي معيارونه او سټنډرډونه زده کړي‌.

- محصلين به د ډول ډول ازمايښتونو په مرسته د فارمونو د پارامترونو سنجش او له عصري مالدارۍ سره بلديت پيدا کړي او په عملي ډول به ترې استفاده وکړي.

- محصلين به د څارويو پالنې مهارتونه زده کړي او په عملي ډول به يې پلي کړي.

۱. لیدلوری:

د څارويو د پالنې ډيپارټمنټ محصلينو ته د لوړو معيارونو او اوچت کيفيت تدريسي مواد اماده کړي، تر څو محصلين د لا غوره او لوړ کيفيته خدماتو په لرلو سره د ټولنې خدمت ته لا ښه چمتو شي.

۲. دنده:

د څارويو د پالنې ډيپارټمنټ د محصل محورۍ پر بنسټ فعاله معياري تدريس کوي، تر څو د کار بازار او د هېواد غوره خدمت ته نوې مسلکي قوه وړاندې کړي.

۳. بنسټي موخې:

د څارويو پالنې ډيپارټمنټ لاندې اساسي اهداف تعقیبوي:

- د محصل محورۍ پر بنسټ محصلينو ته معياري او په لوړ کيفيت تدريس کول د هغوی د لا مسلکي زده‌کړو په موخه.

- ډيپارټمنټ پورې د اړوندو مسلکي مهارتونو غښتلي کول.

- د علمي کادرونو، تخنيکي کارمندانو او د محصلينو د لارښوونې موخه د علمي کانفرانسونو دايرول او د رهنمايي سيمينارونو وړاندې کول.

- د تدريسي چارو مخته وړل، څېړنه، پر علمي ترفعاتو کار کول، اړينې څېړنې او د ډيپارټمنټ، پوهنځی او پوهنتون په علمي فعاليتونو کې برخه اخيستل.

- په داخلي کمېټو، پوهنتون، سکتوري وزارتونو، خصوصي ادارو او متشبثینو کې فعاله ونډه اخيستل.

- د پوهنتون دننه ټولو ډيپارټمنټونو، پوهنځيو او له پوهنتون څخه بهر له ورته څانګو سره هر اړخيزې همکارۍ کول.

ج. هوکړه لیکونه:

د پوهنځي له هوکړه ليک پرته مستقل هوکړه لیک نه لري.

ھ. لابراتوارونه او تعليمي مسايل:

نوموړی ډيپارټمنټ د عملي کارونو د ترسره کولو او ټولنې ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په خپلو کارځایونو کې تطبیقاتي او تحلیلي لابراتوارونه لري.

د حیواني تغذیې او د څارویو د پالنې لابراتوارونه فعاله دي. د عملي کارونو د ترسره کولو لپاره اړین سامانونه او تجهیزات چمتو دي. دا لابراتوارونه لا نورو تجهیزاتو ته اړتیا لري. د علمي کادر زیاتره غړي د عملي کارونو په مخ ته وړلو کې د اړینو کیمیاوي موادو، ریجنتونو او روغتیایي موادو له کمښت سره مخ دي.

د. زده کړیز نصاب (تخصصي مضامین)

22222

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم