د ځمکپوهنې پوهنځي د دوره‌ای بیاکتنې پایلې

د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي د دوره‌ای بیاکتنې بهیر په ۱۴۰۳ کال کې د علمي معاونیت له‌خوا له مخکې ټاکل شوي مهالوېش سره سم ترسره او په بریالیتوب سره بشپړ شو. په دې بهیر کې د جغرافیې، جیولوجی او هایدرومتیورولوژی څانګو علمي، اداري او تدريسي اسناد د دوره‌ای بیاکتنې د اړونده کاری پنل هیئت له‌خوا په دقت سره وارزول شول.

د دوره‌ای بیاکتنې پایلو وښودله چې درې واړه څانګې د تدریس، کلنۍ پوهنيزې ارزونې، اداري چارو د مدیریت او د درسي نصاب د تطبیق په برخو کې منظم فعالیتونه لري، او له اوسني تشکیلاتي جوړښت سره سم د هغوی د کړنو دوام تأیید شو. له نهایی کېدو وروسته، د دوره‌ای بیاکتنې راپور د کیفیت د تضمین مرکزي کمېټې او د پوهنتون د علمي شورا له‌خوا تصویب شو او د (206/126) ګڼې مکتوب له مخې په 29/04/1404 نېټه، د لوړو زده کړو وزارت ته ولېږل شو.

په بریالیتوب سره د ځمکپوهنې پوهنځي د دوره‌ای بیاکتنې بهیر بشپړیدل، او پایلې یې د ګټورو کړنو پر دوام، د اکاډمیکو معیارونو پر تطبیق، او د درې‌ګونو څانګو پر دې چمتووالي دلالت کوي چې په راتلونکي کې لا ډېر پرمختګ او لوړتیا ترلاسه کړي.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: