د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي له فعالو تحصيلي ډيپاټمنټونو څخه دی، چې له تېرو شاوخوا شپږو لسیزو څخه د کابل پوهنتون په چوکاټ کې فعالیت کوي او تر دې دمه یې زرګونه کسان د مسلکي کادرونو، څیړونکو، ژباړونکو او ادیبانو په توګه ټولنې ته وړاندې کړي دي.

په ۱۳۲۳ کال کې د ادبیاتو پوهنځي له تأسیس سره سم د پښتو او دري ژبې او ادبیات په ګډه د یو ډيپارټمنټ په چوکاټ کې تدریسیدل. دغې چارې دوولس کاله دوام وکړ، بالاخره د ادبیاتو پوهنځی د پراختیا په لړ کې په ۱۳۳۵ کال کې د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ د یوه مستقل ډيپارټمنټ په توګه رامنځته شوه.

له ۱۳۳۵ کال را وروسته تر دې دمه پښتو ډيپارټمنټ د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ، غنا او په دې برخه کې د کادرونو د روزنې په برخه کې اغیزناک فعالیت کړی دی، پښتو ډيپارټمنټ د ادب او کلتور د ساتنې او پراخیتا لپاره له تېرو څو لسیزو راهیسي د وږمې په نوم علمي-ادبي مجله خپروي.

اوس مهال د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ په دریو جلا تحصیلي پروګرامونو (لیسانس، ماسټري او دکتورا) کې ټولنې ته استادان، لیکوال، څېړونکي او ژباړن وړاندې کوي، چې په مختلفو دولتي او خصوصي سکټورونو کې، لکه: راډیو، تلویزیون، مطبوعات او نورو ادارو کې دندې ترسره کوي.

ب. موخې:

۱. لیدلوری:

د سیمې د هېوادونو په کچه د متخصصو علمي کادرونو په برخه کې په يوه نړيوال معتبر مرکز د پښتو ډيپارټمنټ اړول او د کابل پوهنتون په مرسته ټولنې ته د ليسانس، ماسټر او دکتور په کچه د مجربو او تکړه فارغانو وړاندې کول.

۲. ماموریت:

د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ محصلینو ته په ادبياتو او ژبپوهنه کې د بېلابېلو علمي مهارتونو د تدريس دروند مسؤولیت په ژمنتيا سره ترسروي او د ليسانس، ماسټرۍ او دکتورا په برخه کې ټولنې ته علمي کادرونه وړاندې کوي.

د نړۍ په نورو هېوادونو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ډيپارټمنټونو پرانيستل او د تړونونو له لارې د نورو هېوادونو د مرستو را جلبول. پر دې سربیره پښتو ډيپارټمنټ دولتي او نادولتي ادارو ته د پښتو ادبياتو او ژبپوهنې استادان، ژباړن، ليکوال، څېړونکي او کره کتونکي روزي او په غوره ډول خپل دا مسؤوليت ادا کوي.

۳. اساسي موخې:

په ټوله کې د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ د لیسانس دورې لپاره لاندې موخې لري:

  • د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې څېړونکيو او لیکوالو روزل؛
  • د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې د مسلکي ښوونکيو روزل؛
  • د پښتو ژبې او ادبیاتو خدمت؛
  • په پښتو کې د نویو ادبي او ژبنیو نظریو دودونه

ج. تحصیلي نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کود نمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کود نمبر

کرېدېت

۱

پښتو ادب تاریخ(۱)

LL. A.0106

۲

۲۷

پښتو عرفاني ادبیات(۱)

LL. PA. 0510

۲

۲

منظوم متون(۱)

LL. PA. 0107

۲

۲۸

نحوه ( ۱)

LL. PA. 0518

۲

۳

لیکلارښود

LL. PA. 0124

۲

۲۹

ادبي کره کتنه (۱)

LL. PA. 0535

٢

۴

د ژبپوهنې بنسټونه

LL. PA. 0130

۲

۳۰

ټولنيزه ژبپوهنه

LL. PA. 0527

٢

۵

د ادبپوهنې بنسټونه

LL. PA. 0131

۲

۳۱

شعر پېژندنه (۲)

LL. PA. 0537

۲

۶

فونټکس

LL. PA. 0132

۲

۳۲

خوشحال پیژندنه ( ۲)

LL. PA. 0509

۲

۷

پښتو ادب تاریخ( ۲)

LL. PA. 0206

۲

۳۳

پښتو ادب تاریخ( ۶)

LL. PA. 0606

۲

۸

منثور متون (۱)

LL. PA. 0208

۲

۳۴

منثور متون  (۳)

LL. PA. 0608

۲

۹

ولسي ادبیات (۱)

LL. PA. 0211

٢

۳۵

پښتو عرفاني ادبیات(۲)

LL. PA. 0610

۲

۱۰

پښتو فونولوژي

LL. PA. 0215

٢

۳۶

نحوه ( ۲)

LL. PA. 0618

۲

۱۱

لیکوالي

LL. PA. 0220

۳

۳۷

ادبي کره کتنه (۲)

LL. PA. 0635

٢

۱۲

پښتو ادب تاریخ( ۳)

LL. PA. 0306

۲

۳۸

د ماشوم ادبیات

LL. PA. 0612

۲

۱۳

منظوم متون (۲)

LL. PA. 0307

۲

۳۹

نړۍ ادبیات (۱)

LL. PA. 0634

٢

۱۴

ولسي ادبیات (۲)

LL. PA. 0311

٢

۴۰

شعر پيژندنه(۳)

LL. PA. 0637

۲

۱۵

پښتو مورفولوژي(١)

LL. PA. 0316

٢

۴۱

ګړدودپوهنه(١)

LL. PA. 0712

۲

۱۶

ژباړه

LL. PA. 0321

۳

۴۲

تاریخي پرتلیزه ژبپوهنه

LL. PA. 0722

۲

۱۷

پښتو ادب تاریخ( ۴)

LL. PA. 0406

۲

۴۳

د نړۍ ادبیات (۲)

LL. PA. 0734

٢

۱۸

منثور متون (۲)

LL. PA. 0408

۲

۴۴

دنثر تیوري (١)

LL. PA. 0739

۲

۱۹

پښتو مورفولوژي(٢)

LL. PA. 0411

۳

۴۵

سبک پیژندنه

LL. PA. 0736

۳

۲۰

ويي پوهنه

LL. PA. 0417

۲

۴۶

دڅېړنې میتودولوژي

LL. PA. 0738

۲

۲۱

د پښتو ژبې د تحول تاریخ

LL. PA. 0419

۲

۴۷

پرتلیز ادبیات

LL. PA. 0813

٢

۲۲

د ژبې د زده کړې اصول

LL. PA. 0433

۲

۴۸

د کیسې تیوري

LL. PA. 0814

۲

۲۳

شعر پېژندنه (۱)

LL. PA. 0437

۲

۴۹

ګړدود پوهنه

LL. PA. 0823

٢

۲۴

خوشحال پیژندنه ( ۱)

LL. PA. 0409

۲

۵۰

اختصاصي کورس

LL. PA. 0825

۲

۲۵

پښتو ادب تاریخ( ۵)

LL. PA. 0506

۲

۵۱

دژبپوهنې تاريخ

LL. PA. 0826

۲

۲۶

منظوم متون (۳)

LL. PA. 0507

۲

۵۲

مونوګراف

LL. PA. 0840

۴

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم