د پوهنځی د ماسټرۍ برنامې معرفي
دا چي فزیک په اوسني عصر کي د تکنالوژي او تخنیک په پرمختګ کي مهم او اساسي رول لري خو بدبختانه په افغانستان کي د فزیک داسي اساسي مرکز چي هیوادوالو ته د فزیک په برخه کي لازم خدمات او کادرونه وړاندي کړي نه وه نو په همدې اساس د کابل پوهنتون فزیک پوهنځی وغوښتل چي د ماستري برنامه ایجاد اوفعاله کړي، فزیک پوهنځي د هستوي او اتومي فزیک د ماستري برنامه په ۱۳۹۸ کي پشنهاد او له نیکه مرغه په ۱۳۹۹ لمريز کال کې يې په فعالیت پیل وکړ، چي په ۱۴۰۲ تحصیلي کال په لومړۍ دوره کي ۱۸ تنه فارغین ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل. هستوي انرژۍ ته د سوله ييز لاسرسي قانون ته په پام د هستوي او اتومي فزيک د ماسترۍ برنامه د متخصص انساني ځواک په مټ په هستوي بټۍ او هستوي سونتوکي؛هستوي طب؛ د کرنې په برخه کې هستوي څېړنې اوهستوي ساتنه کي فعالیت کوي.