د پوهنځي په اړه

د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځی د هېواد د ځمکنیو علومو له لومړنیو او مهمو تخصصي مرکزونو څخه دی چې په ۱۳۵۹ کال کې تأسیس شوی او له هماغه وخته تر اوسه پورې یې د جغرافیې، جیولوجی او هایدرومتیورولوژی په برخو کې د مسلکي کادرونو په روزنه کې مهم او اغېزمن رول لوبولی دی. دغه پوهنځی د مجربو استادانو، معیاري لابراتوارونو، څېړنیزو پروګرامونو او ملي او نړیوالو همکاریو په لرلو سره د محصلانو د زده‌کړې، څېړنې او د علمي ظرفیت د لوړولو لپاره مناسب علمي چاپېریال برابروي.

د دغه پوهنځي دري فعالې څانګې؛ جغرافیه، جیولوجي او هایدرومتیورولوژي، د معیاري او د هېواد له اړتیاوو سره سمون لرونکو علمي پروګرامونو په وړاندې کولو سره، د طبیعي زیرمو په مدیریت، د طبیعي پېښو په ارزونه او د بنسټیزو جوړښتونو (زیربناوو) په پراختیا کې مهم او رغنده رول لري.

په وروستیو کلونو کې، د ځمکپوهنې پوهنځي د پرمختللو لابراتوارونو د جوړولو او سمبالولو له لارې، لکه د GIS لابراتوار، د هایدرولوژی لابراتوار، د خاورې د میخانیک لابراتوار، د ډبرو (احجار) لابراتوار او د اوبو د مدیریت لابراتوار، او همدارنګه د ICIMOD او USAID په څېر له معتبرو نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ په مټ، د تعلیمي کیفیت د لوړولو، د علمي څېړنو د پیاوړتیا او د اکاډمیکو خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: