د هارټي کلچر ډيپارتمېنت

الف) پیژندنه:

د بڼوالۍ څانګه په ۱۳۵۴ هـ ش کال کې د دې پوهنځي په چوکاټ کې د ځنګلدارۍ او باغدارۍ څانګې تر نامه لاندې تاسیس شوه او د لومړۍ دورې فارغان یې په ۱۳۵۸ هـ ش کال کې ټولنې ته وړاندې شول. د دې څانګې د جوړېدو موخه په عمده توګه په دوو برخو وو، چې يوه يې ځنګلداري او بله يې بڼوالي وه. په ۱۳۷۳ هـ ش کال کې د اړتیا پر بنسټ اړونده څانګه د ځنګلدارۍ له ځانګې بېله او د یو خپلواکې څانګې په حیث یې فعالیت پیل کړ. د دې څانګې د جوړېدو اصلي موخه د سبزیو او میوو د تولید او تکثیر په برخو کې د ځوانانو روزل تشکېلوي. د زینتي بوټو او ګلانو د  تدريس تر څنګ د بڼونو جوړول هم تدریسیږي.  د عملي زده کړو په موخه محصلین په ټاکلي وخت کې د میوو د بڼونو، د سبزیو او میوه لرونکو ونو د څیړنیزو فارمونو څخه لیدنه کوي ترڅو له یوې خوا د نویو پروژو او له بلې خوا د شته ستونزو په اړه پوهه ترلاسه کړي.

ب) د روزنې موخې:

۱- لیدلوری:

د بڼوالۍ څانګه هوډ لري، چې د ښوونې، څیړنو او ترویج د معیاري میتودونو په کارولو سره ټولنې ته د بڼوالۍ سکتور د ودې او پراختیا په پار علمي او مسلکي کدرونه وروزي او په اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په پروسه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

د بڼوالۍ ریاست هوډ لري چې د ښوونې، څیړنې او ترویج د معیاري میتودونو په کارولو سره ټولنې ته د باغدارۍ سکتور د ودې او پراختیا لپاره علمي او مسلکي کارمندان چمتو کړي او په هر اړخیزه پروسه کې د هغې د ګټو سره همکاري وکړي. اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، د تاسیس شویو اصولو په پام کې نیولو سره.

۲- ماموریت:

د بڼوالۍ څانګه ماموریت لري چې د ساینسي او مسلکي کارمندانو د روزنې له لارې د باغدارۍ علم، فن او ټکنالوژۍ ته ود ورکړي، هغه خلکو ترویج او معرفي کړي.  له دې لارې د تدریسي، څیړنیزو او ترویجي خدماتو په عرضه کولو سره د بڼوالۍ د محصولاتو کمیت او کېفیت لوړیږي، چې دا د سوداګرۍ د ودې، ملي عواید د زیاتوالي، خوړه ایز خوندیتوب د تضمین سبب کېږي، ترڅو د ټولنې په اقتصادي او ټولنیزه هوساینه کې خپل د پام وړ رول ادا کړي.

۳- بنسټیزې  موخې:

  • محصلینو ته د بڼوالۍ د څانګې د مختلفو مضامینو تدریس؛

  • د بڼوالۍ په برخه کې د زده کوونکو د پوهې، مهارتونو او ظرفیتونو لوړول؛

  • د بڼوالۍ په برخه کې د عصري ټیکنالوژۍ او د هغې کارولو سره د زده کونکو آشنا کول؛

  • د بڼوالۍ د صنعت په برخه کې د ځوانو کدرونو روزنه.

  • د بڼوالۍ په سکتور کې د بیلابیلو پروژو پلي کولو سره د زده کونکو آشنا کول؛

  • د بڼوالۍ د صنعت پراختا او د ښکېلو اړخونو د اړتیاوو پوره کول؛ او

  • د بڼوالۍ په برخه کې د څیړنو او علمي او فني مطالعاتو ترسره کول.

ج) هوکړه لیکونه:

په اوس وخت کې د بڼوالۍ څانګه له نورو پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه نه لري.

د) لابراتوار او تجهیزات:

د بڼوالي څانګه مستقل لابراتوار لري، چې نسبتاً د اړتیا وړ لومړني تجهیزات لري. د اړونده وسایلو څخه د محصلینو د علمي څیړنو د ترسره کولو لپاره ګټه اخستل کېږي.

 

د هارټیکلچر څانګې د کادري غړو پیژندګلوي

54kfjd

 

هـ) د هارتیکلچر(بڼوالۍ) څانګې تحصیلی نصاب ( تخصصی مضامین)

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

د کریډیټونو تعداد

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

د کریډیټونو تعداد

۱

د وچو سیمو هارټیکلچر

Ag.Hort.531

۲

۱۰

د هارټیکلچري نباناتو د تخم تولید

Ag.Hort.636

۲

۲

د سبو د تولید اساسات

Ag.Hort.532

۲

۱۱

د سبو د تولید اساسات

Ag.Hort.845

۳

۳

د میوو د تولید اساسات

Ag.Hort.533

۲

۱۲

د هارټیکلچري محصولاتو پروسس او ذخیره

Ag.Hort.844

۳

۴

د هارتیکلچري نباناتو تکثېر او قوریه

Ag.Hort.534

۳

۱۳

د پاڼریژو میوو تولید

Ag.Hort. 846

۳

۵

طبي او مساله اي نباتات

Ag.Hort.737

۲

۱۴

د هارټیکلچري نباتاتو نسل ګیري

Ag.Hort.847

۳

۶

په   ساتل  شوي چاپیریال کې د هارټیکلچري نباناتو کښت

Ag.Hort.738

۳

۱۵

عضوي او پایښت لرونکې هارټیکلچر

Ag.Hort.848

۳

۷

زینتي بوټي او د شنو ساحو ډیزاین

Ag.Hort.739

۲

۱۶

څیړنیزه پروژه

Ag.Hort.849

۲

۸

د تل زرغونو ونو میوې

Ag.Hort.740

۳

۱۷

څیړنیزه پروژه (۲)

Ag.Hort.742

۲

۹

د ګل تربیه

Ag.Hort.635

۳

۱۸

د هارټیکلچري نباتاتو د ارزښت ځنځیر

Ag.Hort.741

۲

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم