د نباتاتو ساتنې ډیپارټمنټ

الف) پیژندنه:

د  نباتاتو ساتنې څانګه په ۱۳۴۵ هـ ش کال کې د نباتي علومو د څانګې په چوکاټ کې تأسیس شوه او په ۱۳۶۰ هـ ش کال کې د یوې ځانګړې څانګې په حیث منځ ته راغله. د دې څانګې د جوړیدو موخه د ناروغیو او آفاتو څخه د نباتاتو ژغورنې،  د کرنیزو محصولاتو د سطحې لوړونې، او د نارغیو او آفاتونو له اړخه د محصولاتو د زیان کمیدنې په برخو کې د ځوان نسل روزنه ده. د نباتي ناروغیو اساسات، د حشره پیژندنې د علم اساسات، مایکولوژي، بکټریالوژي، د مزورعي نباتاتو مضره حشرې او کنې، نیماتولوژي، ویرولوژي، د مزروعي نباتاتو ناروغۍ، آفت وژونکي، د ونو آفتونه، د ونو ناروغۍ، د آفاتو مخنیوي، څیړنیزه پروژه او بعضي نور مضامین ددې څانګې له اختصاصي مضامینو څخه دي.

ب) د روزنې موخې:

۱- لیدلوری:

د نباتاتو د ساتنې څانګه غواړي چې د تدریس، تجربوي څیړنو او د زده کړو ، علمي څیړنو او لارښوونو خدمتونو په برخو کې د نباتي ناروغیو او آفتونو څخه د کرنیزو محصولاتو د ساتنې برخه کې د پرمختګ په منظور د یو ملي او سیمه ایز معتبر علمي نهاد په حیث شتون ولري. 

۲- ماموریت:

د نباتاتو د ساتنې څانګه د تدریسي او څیړنیزو چوپړتیاوو د وړاندې کولو له لارې د نباتاتو د ساتنې په برخه کې د غوره او لایقو کدرونو په روزنه بوخته ده، او د کرنیزو محصولاتو د کمي او کېفي زیاتوالي لپاره د نوي ساینسي میتودونو او ټیکنالوژۍ په کارولو سره د ټولنې له پراختیا سره مرسته کوي.

۳- بسټیزې موخې:

  • د کرنیزو آفت وژونکو د زیانونو کمولو او له هغوې د غوره کارولو په برخه کې هڅې؛

  • د محدودو مالي سرچینو د ضایع کېدو مخنیوی او د تولید د لګښتونو کمول؛

  • د نویو میتودونو او نباتي ناروغیو په اړه د بزګرانو د عامه پوهاوي لوړول؛

  • د کرنیزو آفت وژونکو د زیاتې کارونې له امله د اوبو د سرچینو، خاورې او نباتاتو د تخریب مخنیوی؛

  • د نویو آفاتو یا هم د آفت وژونکو په مقابل کې د هغوي د مقاومت مخنیوی؛ او

  • د مورفولوژي، فزیولوژي، ایکولوژي او د آفاتو د جمیعت او زیان اړونکو عاملانو بدلونونو، د نباتي ناروغیو د خپریدو او نورو اوړونده مسایلو په اړه د متخصصو کادرونو تربیه.

ج) هوکړه لیکونه:

په اوس وخت کې د نباتاتو  ساتنې څانګې له نورو پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه نه لري.

د) لابراتوار او تجهیزات:

نوموړي څانګه مستقل لابراتوار لری، چې نسبتاً په لومړنیو وسایلو سره سمبال دی. د اړونده وسایلو څخه د محصلینو د علمي څیړنو په ترسره کولو کې ګټه اخستل کېږي.

354

شکل 10ـ د نباتاتو ساتنې څانګې لابراتوار انځور

 

د نبات ساتنې څانګې د  کادري غړو پیژندګلوي

bhub

 

هـ) د نباتاتو ساتنې څانګې تحصیلی نصاب ( تخصصی مضامین)

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

د کریډیټونو تعداد

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

د کریډیټونو تعداد

۱

نباتي مایکولوژي

Ag PP 0531

۲

۱۰

د سبو ناروغۍ

Ag PP 0643

۲

۲

نباتي نیماتولوژی

Ag PP 0532

۲

۱۱

د سبو آفتونه

Ag PP 0644

۲

۳

نباتي ویرولوژي

Ag PP 0533

۲

۱۲

د ونو مضره حشرې او کنې

Ag PP 0648

۳

۴

نباتي بکتریالوژي

Ag PP 0534

۲

۱۳

ګټورې حشرې او کنې

Ag PP 0744

۳

۵

اکارولوژي

Ag PP 0535

۳

۱۴

د آفت وژونکو اساسات

Ag PP 0743

۲

۶

دنباتي ناروغیو او آفاتو قرنطین

Ag PP 0849

۲

۱۵

د غنمو آفتونه

Ag PP 0745

۲

۷

د ونو ناروغۍ

Ag PP 0850

۳

۱۶

څیړنیزه پروژه (۱)

Ag PP 0747

۲

۸

د   کروندی نباتاتو ناروغۍ

Ag PP 0851

۳

۱۷

څیړنیزه پروژه (۲)

Ag PP 0847

۲

۹

د کروندی نباتاتو مضره کنې

 

Ag PP 0642

۳

۱۸

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم