د میخانیک انجینرۍ دیپارټمنټ

الف) معرفی دیپارتمنت:

د میخانیک انجینرۍ دیپارټمنټ په ۱۳۳۷هـ کال کې جوړ شوې دی او له هماغه پیله د یوه وتلي او د انجینرۍ پوهنځي د یوه غوره ډيپارټمنټ په توګه فعالیت کوي.

تکنالوژيکو او علمي تحولاتو ته په پام دغه ډيپارټمنټ په وروستیو دوو کلونو کې خپل نصاب او روزنیزې موخې نوې کړې دي او د اړتیاو ارزونې ته په کتو یې بیا کتنه ورباندې کړې ده. په دې توګه د نوموړي ډيپارټمنټ محصلینو ته د معتبرو علمي څېړنو او معیاري روزنیزو خدمات ترسره کوي.

ب  د ډيپارټمنټ موخې:

۱. لیدلوری:

دا دیپارټمنټ پنځه روزنیزې او څېړنیزې برخې لري چې عبارت دي له د هوا بدلونه او تودونه، جوړونه او تولید، هوافضا، ماشین آلات او مکاترونیک. د دې برخو چاره تر ډېره په چاپېریال، د چاپېریالي انرژۍ په طراحۍ او تولید پورې اړوندېږي. دا دیپارټمنټ د تولیدي صنایعو د ملاتړ په موخه، متخصصین او څېړونکي روزي چې په فعاله توګه د کارونیزو صنایعو د علومو په برخه کې فعالیت کوي او همدا راز په نویو علمي څېړنو کې له تر ټولو نوې تکنالوژۍ په استفادې؛ ټولنې ته خدمات وړاندې کړي.

۱ مأموریت:

د میخانیک انجینري د ژمنو او وړ محصلینو د روزنې په موخه د علمي او کاري مهارتونو د پياوړتیا او پراختیا زمینه برابروي. چې له مخې یې دا محصلین وکړی شي په ودانیزو حوزو، موټر جوړونه، نانو ټکنالوژۍ، اوټومیکانیزه کېدو، صنعتي تولید او تسلیحاتو کې خلاق، وړ او متخصص وي.

۱- بنسټي موخې:

دا دیپارټمنټ هڅه کوي چې محصلین یې تر فراغت وروسته په لاندې وړتیاوو سمبال وي.

  • په انجینیري- تخنیکي مؤسسو کې د تدریس وړتیا
  • د رباټیک سیسټونو، صنعتي کارځایونو او استوګنځیو د ودانیو د طرحو د تدوین، اجرا او ارزونې وړتیا.
  • د استوګنیزو او صنعتي ودانیو، کارخونو، رباتیک سیستمونو د طراحۍ، تدوین او اجرا وړتیا؛
  • د اوبو، بادي، نوري او هسته يي انرژۍ د تولید د طرحې او اجرا وړتیا؛
  • د ځیرکو صنعتي سیستمونو په برخه کې د علمي او کارونې وړ څېړنو د ترسره کولو وړتیا؛
  • د فني-تخنیکي ظرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو د طراحۍ وړتیا؛
  • د صنعتي پروژو د نظارت په موخه د پروګرامونو اجرا؛
  • په میخانیک انجینیرۍ کې محصلینو ته دماسټرۍ په کچه د زده کړو لارسازي.

ج. تحصیلي نصاب (تخصصي مضمونونه)

231

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.