د مشورې او لارښوونې ډيپارټمنټ

الف. د ډيپارټمنټ پېژندنه:

د مشورې او لارښوونې ډیپارټمنټ په ۱۳۹۲ کال کې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو په پوهنځي کې را منځته شو او ددغه ډیپارټمنټ لومړۍ دوره فارغان په ۱۳۹۵ کال کې د اروايي روغتیا په برخه کې د مشاورې او روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ټولنې ته وړاندې شول. د مشاورې د ډیپارټمنټ موخه د پوه او مسلکي مشاوران روزنه وه، چې له خلکو سره مرسته وکړي، چې له هیجاني چلن او د ژوند له ورځنیو ننګونو سره په ښه ډول مبارزه او مقابله وکړي.

د مشاروې د ډیپارټمنټ بنسټي ژمنه د خلکو وده او له محصلینو او راغلو کسانو سره په مرسته ټینګار دی چې په اغېزناکه توګه زده کړي چې له سلوکي ستونزو او د ژوندانه له ننګونو سره مبارزه وکړي.

د مشاورې ډیپارټمنټ دا خپله دنده او رسالت ګڼي چې په رواني، وظیفوي او تحصیلي برخو کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ښوونیزو نصابونو ته په پام د مشاورې لپاره مناسب کورسونه جوړ کړي. د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې په ۲۰۱۵ کال کې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو د پوهنځي او د نیویارک د ښاري پوهنتون له هانتر کالج سره د دوه کلونو په موده (۲۰۱۶ . ۲۰۱۸) له دې ډیپارټمنټ سره لاسلیک شو، په علمي برخه کې مرسته او همکاري کړې ده.

د ډيپارټمنټ موخې:

1. لید لوری:

د مشاورې ډیپارټمنټ به د ارواپوهنې او روزنیزو علومو د پوهنځي په چوکاټ کې په راتلونکو کلونو کې د ښې ښوونې او د لایقو، ښو او مسلکي سلاکارانو د روزنې لپاره وړ شرایط برابر کړي. چې له هغو خلکو سره چې د بېلابېلو لاملونه له امله زیانمن شوي، د لارښوونې او مشورې مرستې برابرې کړي. همدارنګه دا ډیپارټمنټ به د لارښوونې او مشاورې په ساحه کې د یوه ښه څېړنیز فرهنګ زمینه را منځ ته کړي، چې په ښه توګه وکولای شو، اړمنو کسانو ته رواني خدمتونه ور وپېژنو او وړاندې کړو.

2. ماموریت:

د دې ډیپارټمنټ دنده د اروايي مشورې په برخه کې د وړ او مناسبو کورسونو برابرول، د دندې او تحصیلي مشوره ده، چې د ټولنې د اوسنیو غوښتنو او اړتیاوو سره او د ګاونډیو هېوادونو په کچه او په نړیواله توګه له منل شویو نصابونو سره مطابق وي. د دې ډیپارټمنټ فارغان به د مشاورې د مسلکي افرادو په توګه د رواني صحت په کلینکونو، ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو، په دولتي او غیردولتي مؤسسو کې د خدمت مصدر وګرځي. همدارنګه د نوموړي ډیپارټمنټ فارغان به د ارواپوهنې د پرمختللو اساساتو، مشاورې، روان درملنې، د خلکو، ډلو او ټولنې مفهمونه ترلاسه او خپل کړي. هغه علم او مهارتونه چې محصلان یې د لارښوونې او مشاورې په ډیپارټمنټ کې زده کوي، د اغېزناکو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه به په خپلو کاري برخو کې ترې ګټه واخلي.

3. اساسي موخې:

د مسلکي مشاورانو روزنه چې وتوانېږي، داروايي درملنې، اروايي . ټولنیزې مشاورې او اړینو مهارتونو د ترلاسه کولو له لارې د بېلابېلو ډلو د افرادو د رواني ستونزو د لرې کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د مسلکي مشاورانو روزنه له څېړنیزو مهارتونو او تواناییو سره؛ چې وکولای شي د خپلو څېړنو پر مټ، په افغانستان کې د اروا پېژندنې د برخې ادبیات غني او بډایه کړي.

د داسې مشاورانو روزنه چې د مشاورې اصولو، ارزښتونو او اخلاقو ته ژمن وي.

د سیمینارونو، مجلو، ورکشاپونو او مسلکي مشاورانو د روزنې له لارې د افرادو، کورنیو او ډلو د رواني روغتیا د امنیت ساتل او د ټولنیزې رواني روغتیا ملاتړ.

د ارواپوهنې د مشورې پر لور د حرکت را منځ ته کول چې په ټولو کچو، فردي، ډلیز او جمعي کې فرهنګي ارزښتونه په فعالیت راولي.

ج) تحصیلي نصاب (تخصصي مضمونونه):

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

1

د مشاورې اصول او بنسټونه

PsEd 1-151

4

۱۱

روږدېدا (مخنیوی او درملنه)

PsEd4-163

4

2

تخصصي انګلیسي ژبه

PsEd 1-152

2

12

د ځانګړو ډلو مشاوره

PsEd4-164

4

3

په مشاوره کې مسلکي اخلاق

PsEd 1-153

4

13

رواني رنځپوهنه II

PsEd 4-165

4

4

د مشاورې نظریې

PsEd2-154

4

14

د دندې مشاوره

PsEd 4-166

2

5

 کورنۍ مشاوره

PsEd 2-156

4

15

د عملي کار مشاوره II

PsEd 4-166

۲

6

 ښوونیزه او تحصیلي مشاوره

PsEd 3-157

۲

16

د بحران مشاوره (له پېښې وروسته رواني زیانونه)

PsEd4 168

4

7

 د مشاورې میتودونه او فنون

PsEd 3-158

4

17

اروايي ازمېښتونه

PsEd 4-169

4

8

د رواني روغتیا بنسټونه

PsEd3-159

4

18

د عملي کار مشاوره III

PsEd4- 170

2

9

اروايي رنځپوهنه I

PsEd 3-160

۴

19

ورستنی سیمینار

PsEd4- 171

6

10

ډلیزه مشاوره

PsEd 3- 161

4

20

د عملي کار مشاوره I

PsEd 3-162

۲

11

د مشاورې اصول او بنسټونه

PsEd 1-151

4

۱۱

روږدېدا (مخنیوی او درملنه)

PsEd4-163

4

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم