د فارمکولوژی دیپارتمنت
لرلید
د فارمکولوژی دیپارتمنت لرلید دا دی چی د یو با اعتبار واحد په توګه د فارمکولوژی، فارمکوتراپی، توکسیکولوژی او د فارمکولوژی څیړنو په ساحه کی معیاری درس ورکول او د علمی تحقیقاتو سرته رسول، په هیواد او سیمه کی د صحی خدمتونو د سطحی د لوړوالی په منظور وپیژندل شي.
ماموریت
الف: د زده کړی په برخه کی
- د منل شوو معیارونو پر بنسټ د فارمکولوژی، فارمکوتراپی او توکسیکولوژی مضامینو تدریس کول
- د مؤثر او معیاری ټګلارو پر بنسټ تدریس کول
- د فراغت څخه وروسته د خدماتو وړاندی کولو په منظور په اړوند ساحو کی (فارمکولوژی، فارمکوتراپی او توکسیکولوژی) د محصلینو د پوهی د کچی لوړول
ب: د څیړنی په برخه کی
- د فارمکولوژی او توکسیکولوژی په اړوند ساحوکی د څیړنو لاره اچول او سرته رسول
- د علمی تحقیقاتو پر بنسټ د هیواد د صحی سیستم ښه والی په منظور فعاله ونډه اخیستل
ج: د عامه خدماتو په برخه کی
- د درملو څخه د معقول ګټی اخیستنی رواجول
- د درملنی په پروسه کی موثر ګډون
- د تسمماتو د مخنیوی په خاطر د عامه پوهی د کچی لوړول
- د صحی سیستم د ښه والی په منظور په اړوند کمیټو کی مؤثر ګډون
په نوموړی دیبارتمنت کی لاندی مضامین محصلینو ته تدریس کیږی:
- د فارمکولوژی عملی او نظری درسونه
- د توکسیکولوژی عملی او نظری درسونه
- د فارمکوتراپی عملی او نظری درسونه
- د فارمکواپیدیمیولوژي نظری درسونه
- د درملو څخه د معقول ګټی اخیستنی عملی او نظری درسونه
د فارمکولوژی دیپارتمنت موخی
- د محصلینو د علمی او عملی مهارتونو د لوړوالی په منظور د فارمکولوژی، فارمکوتراپی او توکسیکولوژي معیاری تدریس کول
- د درملنی په پروسه کی مؤثر ګډون
- د درملنی په پروسی کی د مؤثریت لوړوالی په منظور د درملو څخه معقول ګټی اخیستنی رواجول
- په درملی خدماتو کی مؤثر ګډون (د فارمکوتراپی پلانونو طرح کول، تطبیقول او دهغو څخه نظارت کول)
- د صحی خدماتو د کچی لوړوالی په منظور د فارمکولوژی او توکسیکولوژی په اړوند ساحوکی د علمی څیړنو لاره اچول او سرته رسول یی
- د زهري موادو د خواصو سره بلدتیا، د تاثیر میکانیسم، د استخراج طریقی او د تشخیص او مقدار تعینول یی.
- د زهریاتو د درملنی او وقایه د طریقو سره بلدتیا
د فارمسی پوهنحی د فارمکولوژی دیپارتمنت پرسونل
موقف
تحصیلی درجه
علمی رتبه
نوم
شمیره
د دیپارتمنت آمر
دکتورا
پوهندوی
قند آغا نظری
۱
استاد
لیسانس
پوهندوی
حفیظه حمید
۲
د استاد معاون
د دوکتورا محصل
پوهنمل
محمد شفیق مشال
۳
د استاد معاون
ماستر
پوهنیار
جاوید احمد انیب
۴
د استاد معاون
د دوکتورا محصل
پوهنیار
عبداکریم توتاخیل
۵
د استاد معاون
ماستر
پوهنیار
احمد فرید حبیب یار
۶
د استاد معاون
د ماستری محصل
پوهنیار
محمد تردی حامدی
۷
د استاد معاون
لیسانس Pharm.D
پوهنیار
احمد تمیم غفاری
۸
د استاد معاون
لیسانس Pharm.D
پوهنیار
نیلوفر صدیقی
۹
د لابراتوار تکنیشن
لیسانس
منیره
۱۰