د عمومي او نظري فزیک ډیپارټمنټ
پېژندنه:
د کابل پوهنتون د فزیک په پوهنځي کی د عمومي او نظري فزیک څانګه، د فزیک په پوهنځي کی یوه له نويو جوړې شوېو څانګو څخه ده. د فزیک د پوهنځي دغه څانګه د تجربه لرونکو استاذانو په لرو او د ټولی د اړتیاوو په پام کی نیولو سره د تیوری فزیک په برخه کی له پوهنتونونو، د لوړو زده کړو تحصلي موسسو، د دولت د روزنی وزارتی سکتورنو او نورو سره په ګډه کار کوي.
لیدلوری:
د عموی او نظری فزیک څانګه کوښښ کوی ترڅو د زده کړو، څیړنو، لارښوونو مشورو او د ټولنی لپاره د عملي پروژو پلی کول او د فزیک په برخه کې د کیفیت او کمیت له اړخه پوه، مسلکي علمي کادرونه د ټولنی د خدمت لپاره وړاندې کړي. ترڅو د یوه پیاوړي علمي او اکاډمیک نهاد په ډول د هیواد او سیمه کې و پیژندل شي.
ماموریت:
د عموي او نظري فزیک څانګه د کاري بازار داړتیاوو په پام نیول او د زده کړی له لارې د تحصص لوړلو په موخه د نورو عملي او روزنیزو بنسټونو لپاره د مسلکي په وړتیا سمبالو عملي کادرونو د روزنی په برخه کی کار کوي.
موخې:
- په تخصص باندې ولاړ د پوه رامنځته کول
- د فزیک په برخه کې د مسلکی کادرونو روزنه
- د لوړو زده کړو په تحصلی نظام باندی ولاړ د کادرونو تولید چې اغیزمنې پایلی ولري.
- د شاګرد محوري په میتود ولاړ د وړتیاوو روزنه او پرمختګ.
- د فزیک په برخه کې د څیړنیزو بنسټونو رامنځته کول او دهغه په واسطه د څیړنیزو خدمتونو وړاندی کول.