د علمي څېړنو آمریت
د علمي څېړنو آمریت، چې د کابل پوهنتون له مهمو امریتونو څخه دی د علمي څېړنو او مجلې معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي. دا آمریت د څېړنیزو ظرفیتونو لوړولو او په ټولو تحصیلي برخو کې د څېړنیزو فعالیتونو د همغږۍ او تنظیم برخه کې فعاله ونډه لري. د دې آمریت له اساسي دندو څخه د څېړنیزو پروژو، څېړنیزو پروپوزلونو، څېړنیزو اثارو او کنفرانسونو دایرول او بیا کتنه ده. همدارنګه دا آمریت د څېړونکو د علمي ظرفیت لوړونې لپاره علمي کنفرانسونه او ورکشاپونه جوړوي. د دې تر څنګ د هڅونې د پروګرامونو په مرسته څېړونکي تشویقوي او ملاتړ یې کوي. سربیره پر دې دا آمریت د کابل پوهنتون د "څېړنې شورا" د غونډو د مدیریت مسؤلیت هم لري او د منظم او علمي چاپیریال په رامنځته کولو سره په پوهنتون کې د تطبیقي او علمي څېړنو د ودې او پراختیا لپاره زمینه برابروي.