د تضمین کیفیت آمریت

دا امريت پر ۱۳۹۱ هـ لمریز د کابل پوهنتون پر تشکيل ورزيات شو، چې هممهاله ورسره د کيفيت لوړونې کمېټه هم جوړه شوه. د دې امريت چارې دا دي: له رييس، مرستيالانو او د پوهنځيو له رييسانو سره په مشوره د پوهنځيو د علمي او تدريسي چارو څار او کنترول، اړوندې سرچينې ته د نورو اجراآتو لپاره د کيفيت د لوړولو د کمېټې د مکتوبونو او پرېکړو استول. همدا ډول نورې دندې چې کيفيت د کنترول په موخه د خپل امر له خوا ورکول کېږي. د کيفيت د تضمين امريت له هر پوهنځي نه د يو يو استازي په لرلو سره ۲۲ غړي لري.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم