د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

د تدریس مېتودونه:

کرنې پوهنځی د تکړه او مسلکي استادانو په همکارۍ هڅه کوي تر څو د معیاري تدریس، د علمي څیړنو تر سره کولو، د با ثباته کرنې د چوپړتیاوو وړاندې کولو، د ټولنیزو چوپړتیاوو وړاندې کولو او د عصري زده کړو له لارې ټولنې ته متخصص او مسلکي شخصیتونه وړاندې کړي، او پوهنتون پّه ځانګړې توګه کرنې پوهنځی په یو معتبر ملي او نړیوال علمي مرکز  بدل کړي. دې موخو ته د رسیدو لپاره استادان په خپل تدریس کې لاندې ټکي په پام کې نیسي:

  1. په ټولګي کې نظري تدریس
  2. په لابراتوارونو کې د ټکنېشنانو په همکارۍ په عملي توګه تدریس
  3. په څیړنیز فارم او ساحه کې علمي څیړنې

څرنګه چې د کرنې پوهنځي زیاتره مضمونونه ۳ کرېډېټونه لري چې له ډلې یی ۲ کرېډېټونه په تیوري بڼه او ۱ کرېډېټ یی په لابراتوار او ساحه کې په عملي ډول تدریس کیږي، په دې اساس په ټولګي کې د هر مضمون لپاره د استادانو د تدریس طریقې په لاندې توګه دي:

  • لکچر: ټول لکچرونه د پاورپاینټ په بڼه، له مارکر او تختې څخه پّه استفادې سره ارائه کیږي.
  • بحث: لکچرونه تل د زده کړیالانو او استادانو تر منځ له بحث سره مل وي او د شاګرد محورۍ د پروسې د غوره ترسره کیدو په موخه د لکچر په لړ کې د زده کړیالانو ونډه اخستل اړین وي.
  • ګروپي کار: د ګروپي کارونو د ترسره کولو لپاره د لکچر په لړ کې زده کړیالان په مختلفو ګروپونو باندې ویشل کیږي.
  • تېرو درسونو ته کتنه: د نوي درس له پیل څخه مخکې تیرو درسونو ته ځغلنده کتنه کیږي.
  • سوالونو ته ځوابونه ورکول: د لکچر پهّ پای کې له ۵ تر ۱۰ دقیقو  د زده کړیالانو سوالونو ته ځوابونه ورکول کیږي.

لکه څرنګه چې پورته یادونه وشوه د مضمونونو یو کریدت عملي بڼه لري چې په لابراتوار او څیړنیز فارم کې د استادانو او د لابراتوارونو د تکنیشنانو له لوري زده کړیالانو ته تدریسیږي.

د کرنې پوهنځي اته څانګې ټولې په اووم او اتم سمسټر کې د څیړنیزې پروژې په نوم چې پخوا به سمینار ورته ویل کیده؛ یو مضمون لري چې هر زده کړیال یی په ترسره کولو مکلف دئ. لکه څرنګه یی چې له نوم څخه څرګندیږي، څیړنیزه پروژه په ساحه (څیړنیز فارم، په مرکز او ولایتونو کې له بزګرانو څخه د مرستې غوښتلو  او ارقامو راټولولو له لارې)  په څیړنیز او عملي شکل تر سره کیږي او احصائیوي تحلیل او تجزیه یی ترسره او په پایله کې یی راپور ترتیبیږي. د زده کړیالانو په واسطه  او د لارښودو استادانو په همکارۍ جوړ شوی راپور  د هارډ کاپي او سافټ کاپي په بڼه د څانګې آمریت ته تسلیمیږي او همدارنګه د ژوري هیئت پر وړاندې د اړوند  زده کړیالانو له لوري ارائه کیږي.

د محصلینو د ارزونې مېتودونه:

په دې پوهنځي کې زده کړیالان پّه عمومي توګه په لاندې ډول ارزول کیږي چې هره ارزونه  امتیاز (نمرې) لرونکې هم وي.

 

  • ټولګې کې فعالیت (د استاد سوالونو ته ځواب ورکول او د لکچر په لړ کې فعاله ګډون)
  • په ټولګي کې آزموینه (۲ تر ۴ ځلې)
  • د سمسټر منځنۍ آزموینه
  • کورنۍ دندې (۲ تر ۴ موضوعات)
  • د پریزنټیشن ارائه کول (د سمسټر په منځ یا د سمسټر په پای کې)
  • عملي کارونه او پروژه (په فارم یا لابراتوار کې)
  • د سمسټر وروستۍ آزموینه

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم