د انجنیري پوهنځي ستراتیژیک پلان

د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځي د زده‌کړې، څېړنې او ټولنې ته د خدمت د کیفیت لوړولو په موخه، خپل ستراتیژیک پلان د کابل پوهنتون د ستراتیژیک پلان په رڼا کې تعدیل او تدوین کړی دی. دا پلان پر مهمو محورونو لکه د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو، له عامو اړتیاوو سره سم د تحصیلي پروګرامونو پراختیا ، او د تعلیمي او څېړنیزو بنسټونو پر پیاوړتیا ولاړ دی. اساسي موخه یې د داسې انجنیرانو روزنه ده چې وکولای شي په بېلابېلو برخو کې د افغانستان په کچه د پرمختګ لپاره فعال رول ولوبوي.

په تعلیمي برخه کې تمرکز د نصاب پر بیاکتنې، له نړیوالو معیارونو او د کار بازار اړتیاوو سره یې انطباق، او د ماسترۍ او دوکتورا په کچه د نوو پروګرامونو پر معرفي کولو دی. همدارنګه، د نوې ټکنالوژۍ اغېزمنه کارونه او د متحرکې زده‌کړې چاپېریال رامنځته کول د دې پلان له لومړیتوبونو څخه دي.

یوه مهمه برخه یې د استادانو د ظرفیت لوړولو ته ځانګړې شوې ده. په لنډمهاله توګه، استادان د ظرفیت لوړولو پروګرامونو او تخصصي ورکشاپونو ته معرفي کېږي؛ په اوږدمهاله توګه، د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو ته د هغوی د شاملېدو زمینه برابرېږي. دا تګلاره په کورنۍ او نړیواله کچه د پوهنځي علمي او څېړنیز موقف لا پیاوړی کوي.

د انجنیري پوهنځي ستراتیژیک پلان د علمي او تطبیقي څېړنو پر پیاوړتیا ټینګار کوي. په دې پلان کې د افغانستان د تخنیکي ستونزو د حل لپاره د څېړنیزو پروژو پراختیا ، د ملي او نړیوالو همکاریو پیاوړتیا، او د استادانو او محصلانو د علمي مقالو د خپرولو هڅونه شامله ده. دغه اقدامات به د پوهنځي څېړنیز اعتبار لوړ کړي او د نوښت او علمي تولید په برخه کې به یې ونډه زیاته کړي.

د عوایدو په برخه کې، ستراتیژیک پلان د کابل پوهنتون د عوایدو د طرزالعمل په رڼا کې د مالي سرچینو د تنوع او پراختیا پر اهمیت ټینګار کوي. د علمي خدماتو، څېړنیزو پروژو او تعلیمي فعالیتونو له لارې د عوایدو تولید د دې پلان له اساسي اهدافو څخه دی. دغه تګلاره به د پوهنځي مالي ثبات تضمین کړي او د ستراتیژیکو پروګرامونو د عملي کولو لپاره به اړین امکانات برابر کړي.

له ټولنیز او کلتوري اړخه، ستراتیژیک پلان د محصلینو پر مسئولیتونو، د مسلکي اخلاقو پر ترویج، د نظم او ډسپلین پر رعایت، او په فرهنګي او ټولنیزو پروګرامونو کې  د هغوی پر فعال ګډون ټینګار کوي. همدارنګه، د محصلانو د سترو اهدافو او د پوهنځي د پرمختیایي پلانونو په اړه پوهاوی له هغوی سره د دې علمي بنسټ د ماموریت او لیدلوري په تحقق کې مرسته کوي.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: