د اسلامي هنر ډيپارټمنټ
د اسلامي هنر د برنامې دوراني ارزونې لنډیز پیژندنه
اسلامي هنر د مقدسو ځایونو، ماڼیو او نورو ودانیو په ښکلابخښلو کې د تاریخي دورو په اوږدو کې په بیلابیلو بڼو او ښکلاوو سره څرګند شوی دی. کله کورونه او کله هم ودانۍ د دې هنر په نقشونو سينګار شوي دي. د هر تمدن پاچاهانو او واکمنانو د قدرت د څرګندولو او د اسلامي تمدن او فرهنګ د ټینګښت لپاره له اسلامي هنر څخه ګټه اخیستې ده. له همدې امله ویلای شو چې اسلامي هنر د انسانانو په ژوند کې یوه تلپاتې او با شکوه هنري برخه ده.
اسلامي هنر، د خپلې تاریخي او فرهنګي ونډې تر څنګ، د امت د یووالي، همغږۍ او د دیني-اسلامي هنر د ترویج په برخه کې مهم اغېز لري. د همدې اړتیاوو پر بنسټ، د اسلامي هنر دیپارتمنت د همدې ستونزو د حل او اړتیاوو د پوره کولو لپاره په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي تر چتر لاندې تاسیس شو.
په دې برنامه کې سربېره پر څو دیني مضامینو او پوهنتونشمولو مضمونونو، د خطاطۍ، تذهیب، مینیاتور، هندسي نقشونو، ګچبري او د اسلامي هنر تاریخ مضامین د تخصصي او مسلکي درسي واحدونو په توګه شامل دي. اسلامي هنر د انسانانو د ژوند یو لرغونی هنري میراث دی چې د تاریخ په اوږدو کې په نړۍ، په ځانګړي ډول په افغانستان کې، ګڼ آثار پرې پاتې دي. په ننني عصر کې هم دا هنر په نړۍوالو معاصر هنرونو کې ځانګړی مقام لري او په سترو پوهنتونونو کې—که اسلامي وي او که غیر اسلامي—تدریس کېږي او یوه مهمه اړتیا بلل کېږي.
د اسلامي هنر د برنامې لیدلوری
د اسلامي هنر تعلیمي برنامه دې د علمي او هنري زده کړو په برخه کې مخکښ او بااعتباره شي، او د اسلامي احکامو په رڼا کې د دیني اصالت او د معاصر ژوند د اړتیاوو پر بنسټ، ملي او نړیوال اکادمیک حیثیت ترلاسه کړي.
د اسلامي هنر د برنامې ماموریت
اسلامي هنر برنامه دې د دې خاورې اولادونه د اسلامي هنر په بېلابېلو برخو کې وروزي، تر څو په راتلونکي کې د اسلامي روحیې، د اسلامي فرهنګ او افغاني عنعناتو په رڼا کې د خپل مسلک متخصص کادرونه شي او د خپل ولس او ټولنې لپاره په ویاړ خدمت وکړي.
د اسلامي هنر برنامې موخې
اسلامي هنر برنامه د هېواد د عقیدوي، ملي او تاریخي ارزښتونو د ساتنې لپاره رامنځته شوې او هڅه کوي چې د دیني اصولو او نافذو قوانینو په رڼا کې د ځوانانو د تحصیلي کچې د لوړولو لپاره خدمت وکړي. دې برنامې لاندې موخې تعقیبوي:
- د اسلامي هنر د پانګې د زیاتوالي لپاره د متعهد، متخصص او محقق ځوان نسل روزنه؛
- د محصلانو د تاریخي، هنري او فرهنګي سرچینو سره بلدتیا، د دې لپاره چې د پردیو او بېګانه کلتوري یرغلونو پر وړاندې د خپل میراث ساتونکي شي؛
- د اسلامي هنر د ملي او نړیوالو ستر هنري آثارو سره د محصلانو اشنا کول؛
- د افغانستان د راتلونکو نسلونو روزنه د خطاطانو، تذهیبکارانو، مینیاتوریستانو، د نقشونو طراحانو او حکاکانو په توګه، د اسلامي هنر د تولید، تطبیق او پراختیا لپاره؛
- د ځوانانو او خلکو د اسلامي هنر او فرهنګ په اړه ملي او نړیواله کچه پوهه زیاتول؛
- د محصلانو د علمي، عملي او څېړنیزو وړتیاوو پیاوړتیا د اسلامي هنر د آثارو په خلاقیت او تولید کې؛
- د اسلامي هنر په برخه کې د تخصصي او مستقل کار روشونو سره بلدتیا، په ځانګړي ډول د کارآفرینۍ په رامنځته کولو کې.
د اسلامي هنر برنامې ارزښتونه
- د دینی او ملي ارزښتونو او اسلامي شعائرو ساتنه، احترام او پلي کول؛
- د عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روحیې هر اړخیزه تقویه؛
- د اخلاص، تقوا او عبادتونو د ترسره کولو روحیې پیاوړتیا؛
- د مسلمان، متدین او اسلامي ارزښتونو ته ژمنو کادرونو روزنه؛
- د اسلامي اخوت، وحدت، ترحم، همدردۍ، خدمتګزارۍ، متقابل احترام او ایثار روحیې پیاوړتیا؛
- د شرعي احکامو پلي کول او د قوي باور د روحیې تقویه؛
- د دیني او عصري علومو ترمنځ د توازون او اړیکې ټینګول، د دیني اصالت او د زمانې اړتیاوو پر بنسټ؛
- د انسان د روحي، عقلي او جسمي اړتیاوو ترمنځ د توازون رامنځته کول د الهي وحی او شرعي احکامو پر اساس.
د اسلامي هنر د برنامې مسلکي مضامین
|
شماره |
نام مضمون |
کود مضمون |
کریدت مضمون |
||
|
دری |
پشتو |
English |
|||
|
1 |
تذهیب |
تذهیب |
Tazhib |
B.IA. 19 |
۱۶ |
|
2 |
خطاطی |
خطاطی |
Calligraphy |
B.IA. 20 |
۱۶ |
|
3 |
مینیاتور |
مینیاتور |
Meniator |
B.IA.21 |
۱۶ |
|
4 |
رسامی |
انځورګري |
Drawing |
B.IA. 22 |
۶ |
|
5 |
نقوش هندسی |
د هندسی نقشونه |
Geometric Motifs |
B.IA. 23 |
۶ |
|
6 |
تاریخ هنر اسلامی |
د اسلامی هنر تاریخ |
Islamic Art History |
B.IA. 24 |
۶ |
|
7 |
گچبری |
گچبری |
Molding |
B.IA. 25 |
۹ |
|
8 |
روش تحقیق |
د څېړنې میتودولوژی |
Research Methodology |
B.IA. 26 |
2 |
|
مجموعه کریدتها |
|
|
86 |
||
|
فیصدی این کتگوری |
|
|
54% |
||
د اسلامي هنر د برنامې د دوراني ارزونې لنډه پایله
د اسلامي هنر برنامه په ۱۴۰۳ کال کې د دوراني ارزونې لاندې ونیول شوه، او د محترمې هیئت د یادښتونو پر بنسټ، په شکلي او محتوایي برخو کې اړینې اصلاحات ترسره شول. د همدې ارزونې له مخې، او د کیفیت د ارتقا محترم آمریت د مکتوب شمیره (411) د ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ نېټې پر اساس، د اسلامي هنر د برنامې د دوامدار فعالیت وړاندیز شوی دی.