د استادانو چارو امریت

دا امریت د کابل پوهنتون له خورا مهمو امریتونو څخه دي، چې د استادانو او متخصصو علمي کاردونو د انکشاف او پرمختیا په برخه کې کار کوي. د استادانو د امریت په تشکیل کې د استادانو پر آمر سربېره د استادانو مدیریت هم شته چې له استادانو سره پر همکارۍ سربېره ، د اسنادو د رسمي پړاوونو په طی کولو، د اړوندو اسنادو په ساتنه او ژغررنه او نورو ورسپارل شویو دندو کې د استادانو له امر سره مرسته کوي.

د استادانو د چارو د امريت دندې دا دي: د پوهنتون د تقرر او انفکاک د کمېټې له لارې د تقرر او د مراحلو د طي کولو په موخه د کادري غړيو د اسنادو څېړنه او دقيقونه؛ د علمي کادري غړيو د تقرر په اړه د غونډو جورول او په دې غونډو کې د منشي دنده اجراکول، د لوړو زده کړو د ملکي قانون پر بنسټ د کادري غړيود تقررۍ د اسنادو بشپړول، خونديتوب او د مراحلو طی کول؛ د بېلابېلو کمېټو او د پوهنتون د علمي شورا له لارې د استادانو د ترفيع د اسنادو څېړنه او بشپړول؛ د پوهنتون د علمي شورا د اجنډا جوړول او شريکول او د پوهنتون د علمي شورا پرله پسې غونډو لار هوارول؛ د متقاعدو استادانو ليست جوړول او په اصولي ډول يې مراحل بشپړول. همدا راز نورې دندې، چې د لوړو زده کړو ملکي قانون ورسپارلې دي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم